باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د تېرې شنبې له ورځې راهيسې د ننګرهار يو شمېر ټولنیزو فعالانو د ولایت مخې ته خېمه لګولې او له حکومت نه د برېښنا د لاینونو د تړلو د غوښتنې تر څنګ په دغه ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو غوښتنه هم کوي.
د څه باندې يوې مياشتې ځنډ وروسته په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ نن دوشنبه يو ځل بيا افغانانو ته د وېزې د ورکولو کار پیل کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اکتوبر په اوومه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، د افغان چارواکو تر ډاډګېرنې وروسته یې د دې اقدام پرېکړه کړې او د دوشنبې پر ورځ خلک کولای شي چې د ویزو لپاره کونسلګرۍ ته ورشي.
د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان ختيځ کې هم ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو د تطبیق درې ورځنی کمپاين پيل شوی.
د افغانستان په ختيځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا يو شمېر استازو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پارلماني ټاکنو څخه د ملاتړ تر څنګ د ټاکنو پر کمیسيون غږ وکړ چې په ټاکنو کې دې شفافیت ته پام واړوي او له حکومت او سیاسي ګوندونو يې وغوښتل چې د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د افغانستان د خپلواکۍ د نهه نوي يمې کلېزې په مناسب په جلال اباد کې ګندهارا ټولنیز مرکز د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د ژوند، اند او سياست په اړه علمي لکچر او بحث تر سره کړ چې ویناوالو په کې د غازي امان الله خان د ژوند له پيله تر واکمنۍ پورې ټول اړخونه څېړلي وو.
خوږیاڼی وايي، د ملي اردو سرتېري د بهسودو له پله سره نېږدې څلور لاره کې مشکوکه ځانمرګی بریدګر پېژندلی وو او هغه ته یې غېږ ورکړې او د خلکو د ګڼې، ګوڼې له ځایه یې لرې وړی وو.
د ننګرهار ټولنیزو فعالانو د يوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولایتي اداره د جلال اباد ښار د امنیت په خونديتوب کې پاتې وګڼله.
د تېرې یکشنبې یا اتوار په ورځ چې په جلال اباد کې د سيک مذهب په مشرانو ځانوژونکي بريد شوی و، د دوه تنو مسلمانانو په ګډون په کې ۱۹تنه هندوان او سیکانوژل شوي او شل تنه نور په کې ټپيان شوي وو.
د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنایي ستانکزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، په وژل شویو او ټپیانو کې زیاتره د هندوانو او سېکانو مشران دي.
په ننګرهار کې د درې نیم ميلونو ډالرو په ارزښت د شل ميګاواټه ظرفیت لرونکی برېښنا څلورم سب سټېشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د حصارشاهي صنعتي پارک تر څنګ د سل ميګاواټه لمریزې برېښنا لپاره د احاطې د ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
ه افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د غوث ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دغه ولایت له والي حیات الله حیات سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې دوی به په افغانستان کې د داعش ډله ډله وځپي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې حمایت به کوي او په ا
کابو یوه نیمه میاشت وړاندې چې له هلمند ولایته تر کابله يو شمېر ځوانانو د سولې غوښتنې په تړاو پلی حرکت پیل کړی و، د دوشنبې یا ګل په ورځ کابل ته ورسېدل چې له ګڼو ولایتونو څخه ورته ټولنیز فعالان هر کلي ته راغلي ول.
د ننګرهار د والي په بلنه د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته په لسګونه تنه وسله وال طالبان د یکشنبې په ورځ ورغلي ول او له امنیتي ځواکونو سره په ګډه يې د اوربند جشن ولمانځه.
د دوشنبې په شپه د وطنپاله ځوانانو ټولنې غړيو د ښاروالۍ تالار کې د جلال اباد لوبغالي کې د وژل شویو کسانو چې پکې د وطنپاله ځوانانو مشر هم شامل وو، فاتحه وکړه.
د ننګرهار لپاره ټاکل شوی نوی والي حیات الله حیات وايي، که د ولس مرسته ورسره وي، دی به ټول هغه صلاحیتونه په کار واچوي،چې د لایحې له مخې ورکړل شوي دي. نوموړي د مې په شلمه، په جلال اباد کې د خپلې دندې د سنبالولو پر مهال دغه څرګندونې وکړې
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې د رمضان کپ پيل شوو سياليو پر مهال درې پر لپسې چاودنې شوي.
د ننګرهار چارواکي وايي، د یکشنبې پر ورځ په شوي برید کې د وژل شویو شمېر نهو ته رسېدلی.
د افغانستان په لغمان ولایت کې سږکال بادرنګو ښه حاصلات ورکړی چې بزګرانو يې د مارکېټ او سړو خونو له نیشتوالي شکایت کوي، خو د لغمان چارواکي وايي چې دوی د سړو خونو پر ځای په لغمان کې حلقوي سرکونو جوړوي چې له امله به يې د کروندګرو حاصلات پر وخت مارکېټ ته رسول کېږي.
عبدالقدير مطفي وايی چې په ځينو سيمو کې غیر قانوني استجراج شته، قاچاق کېږي او غير قانوني استفاده ترينه کېږي.
نور وښیئ