باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا يو پلاوی ننګرهار ته ورغلی و او هلته يې د يوې غونډې په ترڅ کې له ځوانانو، مدني ټولنو او مېرمنو څخه د سولې د نوې تلارې په رڼا کې سلا مشورې واخيستې.
په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهير د ګړنديتوب په خاطر د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د عامه پوهاوي غونډه وکړه چې ، قومي مشرانو، د ښوونځيو استازانواو مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
په لغمان ولایت کې د يوې غونډې په ترڅ کې په زرګونو کسانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې له بهيرهد ملاتړ تر څنګ ژمنې وکړې چې خپلې تذکرې به راجستر کوي او په راتلوونکو ټاکنو کې به خپلې رايې استعمالوي.
د سرحدي ځواکونو له لورې نیول شوې وسلې او په دغه جرم تورن کس د یکشنبې په ورځ د سرحدي ځواکونو په قرارګاه کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وښودل شول.
د افغانستان د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د ولسمشر د سولې د طرحې په ملاتړ په هېواد کې د ټولو مېشتو قونونو څخه يوه جرګه جوړه کړي او بیا واک ورکړي چې د وسله والو طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې خبرې وکړي.
په جلال اباد کې د سولې او حق غوښتنې خېمې ته د جنګ قربانیان ورغلي ول او پرلتوالو سره يې د خپل ستونزمن ژوند د کیسو له شريکولو وروسته په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې نور جنګ بس کړي او سولې ته راوګرځي.
د افغانستان د يوشمېر نورو ولایتونو په څېر په لغمان کې هم له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې او امن غوښتوونکیو د پرلت خېمه لګولې چې هره ورځ ورته سلګونو ولسي وګړي ورځې او له پرلتوالو سره خپل ملاتړ ښيي.
سباوون ننګرهاری یو افغان کډوال ماشوم دی چې د خپلې کورنۍ سره په پېښور کې ژوند کوي. دی هلته په یو مکتب کې زده کړې کوي، خو په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی او په جلال اباد کې یې د مشال راډیو خبریال بازمحمد عابد ته ویلي چې غواړي د خپلې کورنۍ سره وطن ته ستون شي. سباوون وايي ارمان او هوډ یې دی چې د ماشو
د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو.
په ننګرهار کې سیکانو يا اهل هنودو د ویساک د ۳۲۰مې کلیزې د جشن په دویمه ورځ چې د جمعې له ورځې سره برابره وه، سیکانو مرکزي درمسال ته د ننګرهار لوړ پوړي چارواکي او د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وربللي وو او خپلې خوښۍ يې ورسره شريکې کړي.
سباوون ننګرهاری چې په پېښور کې په يوه شخصي ښوونځي کې په اوم ټولګي کې زده کړې کوي او د پیاوړي استعداد خاوند دی، ننګرهار ته ورغلی او غواړي چې د بې وزلو ماشومانو لپاره وړیا تعلیمي مرکز پرانیزي. نوموړي د يوې غونډې په ترڅ کې په دولت او ملي سوداګرو غږ وکړ چې په دې برخه کې ورسره هر اړخيزه مرسته وکړي.
په جلال اباد کې د ختیزې سيمې د ولسونو په استازولۍ په سلګونو ټولنیزو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د سولې او حق غوښتنې لپاره د پرلت خېمه ولګوله. دغه ټولنېز فعالان وايي
د ننګرهار پوهنتون د زراعت او وترنري پوهنځيو محصلینو د خپلو څېړنو نتيجې د يوه نندارتون په شکل وړاندې کړې.
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سيمه ييزو شوراګانو د چارو د سمون رياست، د ختيځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي د اړوندو دولتي ادارو مسوولینو ته جلال اباد ته د يوه ورځيني سيمينار په ترڅ کې د سیمه ييزو شوراګانو د قانون د مسودې لپاره د هغوی مشورې او نظریات راټول کړل.
په ننګرهار کې د صنایعو او معدنونو څانګه په رسمي توګه پرانيستل شوه او تر څنګ یې د وطني مصنوعاتو درې ورځنی نندارتون هم پرانيستل شو چې خوراکي او غير خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د پاکستان په جلال اباد کې د پښته ورګیو له روغتون سره د پنځه میلونو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د ننګرهار چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو د يوې داسې شبکې درې تنه نيولي چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې. د ننګرهار د رسنيو دفتر د یکشنبې پر ورځ د هدفي وژنو په تور د نيول شويو هغو درېوو تنو څخه دوه تنه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول چې د پیسو په بدل کې
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو لپاره د سرپناه نیشتوالی، د کتابونو کمښت او د ښځینه استادانو نه شتون هغه لاملونه دي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ګڼو مدني ټولنو استازو د يوه لاريون په ترڅ کې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ او په نړیوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د پښتنو د حق غوښتنې ملاتړ دې وکړي.
د نوي لمریز کال دویمه نېټه په افغانستان کې د بزګر له ورځې سره نومول شوې ده. په ننګرهار کې هم دا ورځ په يو لړ مراسیمو سره ونمانځل شوه چې ګڼو بزګرانو په کې برخه اخيستې وه.
نور وښیئ