راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
تارړ نن (د جولای پر ۲۶مه) د پارليمان د دواړو خونو ګډې غونډې ته په وېنا کې د نگران حکومت په اړه په بیل کې د تراميمو وضاحت هم ورکړ او وې ویل چې د نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته یې بیل کې ځینې بدلونونه وکړل او دا ټولو ته د منلو وړ دی.
د اسلام اباد پولیسو په بیان کې ویلي دي چې د شورو (چارشنبې) پر سهار د سخت باران له کبله له ګولړه موړ سره نېږدې شاوخوا ۳۰ میټره اوږد او درې نیم میټره لوړ دېوال ونړېد او هلته کارکوونکي مزدوران یې لاندې کړل. د بیان له مخې، په پېښه کې ۱۲ مزدوران ووژل شول.
بیان زیاتوي چې تر فیصلې وروسته به هغه نړیواله اداره په سمدستي توګه پاکستان ته ۱.۲ اربه ډالر ورکړي او پاتې پیسې به د تړون له مودې سره سم ورکول کېږي چې دوه ځله به د درو، درو میاشتو له بیا کتنې سره مشروطې وي.
د کنفرانس پرانیسته د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د جولای پر ۱۱مه وکړه. په غونډه کې د جنوبي کوریا، ملاېشیا (مالېزیا)، چین، تایلینډ، میانمار، وېتنام او سري لنکا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو برخو د بودايي دین مشران او پلویان ګډون کوي.
مولانا فضل الرحمان د جولايي پر نهمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان مسلم لیګ نون د پاکستان جمهوري غورځنګ یا پي ډي ایم برخه دی خو پیپلز ګوند په پي ډي ایم کې نه دی.
د عمران خان پر ضد د توشه خانه کېس فيصله د اسلام اباد های کورټ چيف جسټس عامر فاروق نن (د جولای په څلورمه نېټه) واوروله او ویې ویل چې یاده مقدمه په اورېدو نه ارزي.
شهباز شريف پرون (د جون په ۳۰مه) په لاهور کې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې له ايي اېم اېف سره تړون کېدل د فخر نه بلکې د فکر لمحه ده: " موږ له مجبورۍ پور اخلو . دا مو دعا او هیله ده چې دا دې وروستی پور وي چې موږ یې له ايي اېم اېف نه اخلو."