د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د ګندهارا تمدن په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شوی  


د ګندهارا تمدن په هنري توکو کې زیاتره د بودا مجسمې او د هغه د تعلیماتو اړوند څیزونه شامل دي ـ پخوانی انځور.
د ګندهارا تمدن په هنري توکو کې زیاتره د بودا مجسمې او د هغه د تعلیماتو اړوند څیزونه شامل دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د ګندهارا تمدن د بیا ژوندي کولو په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پیل شوی.

د کنفرانس پرانیسته د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د جولای پر ۱۱مه وکړه. په غونډه کې د جنوبي کوریا، ملاېشیا (مالېزیا)، چین، تایلینډ، میانمار، وېتنام او سري لنکا په ګډون د نړۍ له بېلابېلو برخو د بودايي دین مشران او پلویان ګډون کوي.

ګندهارا تمدن د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د حضرت عیسا تر زوکړې شپږ پېړۍ مخکې پيل شوی وو چې تر میلاد وروسته شاوخوا څلور پېړيو پورې يې په پښتونخوا او ورڅېرمه سيمو کې وده کړې وه. د هغه تهذیب مرکز پېښور او د کابل سیند شاوخوا سیمې وې.

ګندهارا بودايي تمدن په څلورمه او پينځمه زېږیزه پېړۍ کې د سپينو هونانو د يرغلونو په نتيجه کې ړنګ شو.

د کنفرانس ګډونوالو بودايي راهبانو وينا ده چې هغه مهمه نړيواله غونډه به د مذهبي ميراثونو په ساتنه كې مرسته وكړي.

کنفرانس د ګندهارا سیلګرۍ په اړه د وزیراعظم کاري ډلې، د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز او د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهنې او لرغونتونونو یا میوزییمونو ریاست جوړ کړی دی.

ولسمشر عارف علوي غونډې ته په وینا کې د هغه نوښت ستاینه وکړه او و يي ويل چې د ګندهارا تمدن د پاکستان ولس لپاره ډېر اهمیت لري او "زموږ د بډایه کلتوري میراث د ځواکمن اړخ استازیتوب کوي."

ده ټينګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې "کرکه د زیاتېدو په حال کې" ده او په ډلو کې د نړۍ وېشل کېدل د شخړو لامل کېږي، نو ځکه وخت راغلی چې د تمدنونو ترمینځ د مکالمې د پراختیا هڅې وشي. هغه وویل چې کلتوري ډېپلوماسي د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره لوی ظرفیت لري.

ولسمشر علوي وویل چې ګندهارا د زده کړې یو لوی مرکز وو چې فکري بحثونه یې وزېږول، او کلتوري رنګارنګۍ يې د زغم او همغږۍ چاپېریال ته وده ورکړه.

کنفرانس ته په وينا کې د ګندهارا سیلګرۍ په اړه د وزیراعظم د کاري ډلې مشر ډاکتر رمېش وانکوانی وويل چې د ګندهارا میراث ته وده ورکول یې هدف دی او هغه نړیواله غونډه د بډایه بودایي میراث ساتنې او ودې ته د اسلام اباد د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

هغه وویل چې باید په کلتوري ځواک کې پانګونه وشي او په دې برخه کې د هېواد دننه د ټولو اړخونو ترمینځ همکاري او همدارنګه د نورو هېوادونو همکاري اړینه ده.

وانکواني ادعا وکړه چې د ګندهارا سیاحت د دې وړتیا لري چې ۵۰۰،۰۰۰ خلک پاکستان ته ورتګ ته وهڅوي چې ورسره حکومت په لومړي کال کې شاوخوا یو نیم ارب (مېلیارده) امریکايي ډالر ګټلی شي.

د ګندهارا تمدن یوه لویه برخه بودایانو جوړه کړې وه نو ځکه د دې په هنري توکو کې زیاتره د بودا مجسمې دي او د هغه د تعلیماتو اړوند څیزونه شامل دي.

د افغانستان په بامیانو کې د بودا لویې مجسمې هم د ګندهارا تمدن یو شاهکار وو. طالبانو د ۲۰۰۱ز کال په مارچ کې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هغه مجسمې ړنګې کړې وې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG