شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د خېبرپښتونخوا په مومندو کې اپوزیشن ګوندونو نن [د نومبر ۳۰مه] يو ځل بيا د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي. د جمیعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ د مومندو په غلنۍ کې احتجاج او لاریون وکړ.
د مومندو په غلنۍ کې په سېشنبه ځايي ولس چې پکې د سیاسي او سماجي ډلو غړیو ګډون درلود د معدنیاتو سرکاري ګرځولو پرضد لاریون وکړ. مظاهرچیان وايي، حکومت د فاټا ضم کېدو پر وخت له دوی سره شوي ژمن نه دې پوره کړې. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په مومندو کې د شهید بانډې، پټۍ بانډې او میا پټي اوسېدونکي وايي، د مومندو ډېم د دوی ۳۲۰۰۰ جریبه ځمکو ته د نهر په ایستلو ډېر خوشحاله دي چې د اوبه خور محکمې لخوا جوړېږي. ځايي ولس وايي چې دغه نهر ته يې څه باندې ۴۰ کاله انتظار کړی دی. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د شوکدر په پهلوان کلي کې ۴۱ کاله وړاندې د حکومت لخوا یو سرکاري پرایمري ښوونځی جوړ شوی وو، چې اوس کنډکپر پروت دی. په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ نشتوالي ماشومانو اړ کړي، کله د یوچا او کله د بلچا په حجره کې سبق وايي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مومندو د ګنداو سیمه چې څو کاله پخوا یې نغري جلال اباد ته د تلونکیو کاروانونو له کبله بل ول اوس له بې روزګارۍ، وچکالۍ او کنډکپر سړک سر ټکوي او وايي ژوند یې په ټپه ولاړ دی. دوی له حکومته په سیمه کې د اوبو بندونو او د سړک جوړولو غوښتنه کوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزی ویډیو رپورټ وګورئ.
بېګا د شپې د شوکدر په غني کلا کې یو دوه نیم کلن هلک سلېمان د مار له چیچلو مړ شوی دی.
په مومندو کې د پخواني خاصه دار ځواک سرتېرو او افسرانو د سېپټېمبر پر ۱۵مه یوه احتجاجي غونډه وکړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه وکړه چې هغې مسودې ته دې قانوني شکل نه ورکوي
سخي وايي، دوی د خپلې سیمې یعنې د یکه غونډ روغتون ته د ورتګ پر ځای سیده د شبقدر لوري ته روان شول ځکه چې ورته معلومه وه چې د سیمې په روغتون کې
په مومندو کې د خاصه دارو او لیویز سرتېرو په پولیسو تر ورګډېدو وروسته د هغوی د روزنې بهیر پیل شوی. د پولیس چارواکي هغوی ته د روزنامچو او پرچو
د خېبر پښتونخوا د مومندو په یکه غونډ کې د قبایلي سیمو لپاره د اوبو پرمختيايي ادارې لخوا یو باراني بند جوړېږي چې۷۰ میټره جګوالی لري. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور د کوز تهکال د عیسویانو په کالونۍ کې یوه ښځه ده چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې خلکو ته لیک لوست ورزده کوي او تعلیم ورکوي. نسرین بي بي وايي، داسې یو شمېر افغان کډوالو
د خېبر پښتونخوا په مومندو کې دوکاندارانو او ځايي خلکو د ګرانۍ او نويو ټېکسونو لګیدو پرضد د جولايي پر ۱۳مه احتجاجي مظاهره وکړه. نور حال د شاهنواز ترکزي په ویډیويي رپورټ کې.
د مومندو په خوایزو اټا کلي کی د زرکانو(مرغو) نېږدې اته ګوډلې (فارمونه) دي چې په کورونو کې دننه ساتل کېږي.
د مومندو ضلعې په ګډون د پخوانۍ فاټا په ټولو سیمو کې خاصه دارو ځواکونو د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت په وار وار ویلي چې د خاصه دارو او لیویز ځواکونو نوکرۍ به نه ختمېږي خو د دغو ځواکونو د پولیسو ادارې ته په اړولو کې به وخت لګېږي.
د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه.
د مومندو د پړانګ غار، دامان او پنډیالۍ کروندګر وايي، که د دوی په سیمه کې ډېم جوړ شي نو د اوبو له ستونزې سره سره به په سيمه کې ښايي بې رورګاري هم ختمه شي. په دې اړه د طارق اورکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
په مومندو کې يوه داسې سيمه هم شته چې پکې ماشومان په خيمو کې درس وايي. دا سيمه پنډيالۍ ده خو د سکول دغه خيمې شلېدلې دي.کله چې باران يا سيلۍ شي نو زده کوونکي يا خو رخصت کړل شي او بيا نېږدې د پرايمري سکول په کوټو کې پناه واخلي. استادان او ماشومان غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې پخې کوټې جوړې کړل شي.
په مومندو کې د کمیونټي سکولونو استادانې وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې تنخاګانې ورته نه دې ورکړل شوې او نه یې هم نوکرۍ پخې شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فبرورۍ پر ۱۱مه له شبقدر سره تړلی شوی ۲۵ "لانجمنو کلیو" د خلکو یوه جرګه وشوه چې پکې له حکومته د بجلۍ د بندیز د ختمولو، د تعلیمي او روغتیایي ادارو د جوړولو غوښتنه وشوه. دوی وايي، که غوښتنه یې ونه منل شي نو د روانې جمعې په ورځ به اجتجاجی لړۍ پیلوي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ويډیويي رپورټ وګورئ.
د مومندو سرکاري انتظامیې په بازارونو کې د هغه دکاندارانو پرضد ګامونه اخیستي چې خوراکي او غیر خوراکي شیان ګران پلوري یا یې په تللو کې غلا کوي. د جنورۍ پر ۳۰مه د کوزه مومندو یکه غونډ تحصیلدار ګوهر خان د یکه غونډ بازار په دکانونو چاپې ووهلي. نور د شاهنواز ترکزي په ویدیو کې
نور وښیئ