شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د چارسدې د پړانګو پولیسو مشر عمران خان مشال راډيو ته وویل، د میان کلي اته مزدوران د کار لپاره افغانستان ته تللي ول خو شاوخوا دوه میاشتې اګاهو وسله والو هغوی له خپلې دېرې وتښتول.
د سينيټ لپاره ځيني اميدوارانو مشال ريډيو ته په دي شرط چې نوم به يې نه اخيستل کيږي، ويلي چې يو سيټ په کروړونو روپۍ دی. د سينيټ د چوکيوو د خرڅ د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي خو تر اوسه پورې سياسي ګوندونه په دي اړه سلا شوي نه دي.
پيښور کراچۍ کې د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو د مظاهرو په کولو سره د حيات اباد پروني ځانمرګي بريدونه وغندل او له حکومته يې وغوښتل چې په ريښتيني ډول دي د ښو او بدو طالبانو ترمنځ د فرق کولو پاليسي ختمه او امنيت راولي. دوی تور لګاوه چې پاکستان لا هم د ترهګرو له ملاتړه لاس نه دی اخيستی.
د خېبر پښتونخوا استادانو ټولنې د صوبايي حکومت هغه حکم نه مني چې استادان دې د سکولونو ساتنې لپاره له ځان سره وسلې وړي. په پېښور کې د استادانو رابلل شوې یوه غونډه کې هغوی وویل که استادان سکولونو ته وسلې وړي نو واردمخه ترهېدلي او وېرېدلي ماشومان به نور له اعصابي او ذهني اذیت سره مخامخ شي. د شبیر جان
د خېبر پښتونخوا مرکز پېښور کې پولیسو او پوځي عسکرو په ګډه د ښار په ګڼو سیمو کې د لټوني عملیاتو په ترڅ کې د ناقانونه افغان کډوالو په ګډون تر څلور نیم سوو سېوا مشکوک کسان نیولي دي او له شمېر کسانو یې ناقانونه وسله هم ترلاسه کړې ده.
په پېښور کې ډاکټرانو مظاهره کړې ده په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو تنظیمونو د حکومت له خوا د صحت نوې قانوني مسودې په اسمبلۍ کې د وړاندې کولو پر ضد د صوبایي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې په نوی بل کې د ګريجويټ ميډيکل انسټي ټيوټ د ختمولو فيصله واپس واخلي
په خېبرپښتونخوا کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید وروسته ټولې تعلیمي ادارې تړلې شوي دي. د زده کوونکو مور و پلار وایي، د دوی د ماشومانو ډېر وخت ضایع شو خو اوسه هم د ښوونځیو د خلاصېدو پته نه لګي. دوی له حکومته غواړي ټولې تعلیمي ادارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. نور تفصیل په دې ویډیویي رپورټ کې.
ایاز مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پښتنه سیمه که هغه په افغانستان کې ده که په پاکستان کې، د تعلیم پر ضد سخت مخالفت روان دی
د پېښور ښار د پوليسو مشر اعجاز خان له رسنيو سره نن په خپلو خبرو کې وویل ، چې په دغه وژل شوو کې په ارمي پبلک سکول د حملې منصوبه جووړونکي د عمر عرف نري ورور منان هم شامل دی.
نواز شریف وايي، «له افغانستان، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښه کوو او دې ته به دوام هم ورکوو. ډېر زر به ووینئ چې له پېښوره تر کابله به موټروې جوړه شي»
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په پېښور څلور لاره کې د یو چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
ښاغلی بایک وايي، دا څوک چې په ګوډ مارنینګ اعتراض کوي، نو دوی په دې ولې اعتراض نه کوي چې دلته په مورنیو ژبو تعلیم موږ لازمي کړی وو، او دوی په انګرېزۍ ژبه کړ.
د ایاز خان په دلیل د ولسي قانون سرغړونې «سیویل نافرمانۍ» له مخې دا له ایینه بغاوت هم دی نو تر ۶ م شق لاندې پر هغوی د بغاوت مقدمه هم چلېدلای شي.
پر دې مهال سرکاري وکیل د شپږ نوي (۹۶) ورک کړل شوو کسانو د نومونو فهرست عدالت ته وړاندې کړ او ویې ویل چې دغه ۹۶ کسان حراستي مرکزونو ته لېږل شوي دي.
په کوټه او پيښور کې د جمعې په ورځ د شوو چادونو له امله د مړو شمېر څلرویشتو ته رسېدلی دی.