پراګ: د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ښار په پېښور څلور لاره کې د یو چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.
ځايي حکومتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې د سوارلیو په یو موټر کې چاودنه وشوه.
د کوهاټ اسسټنټ کمیشنر کامران خان مشال راډیو ته وویل چې د چاودنې لامل د هغو بارودي موادو چاودل وو چې په یو موټر کې اېښودل شوي وو.
کامران خان وايي ، ً که څه هم دوی امنیتي ګامونه اخیستي دي خو په پوره توګه د داسې پېښو مخنیوی ګران کار دیً.