محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
قبايلي سيمې ته د سپريم کورټ او های کورټ واک غځولو قانون د سېشنبې پر ورځ هم وړاندې نه کړل شو.
تحریک انصاف په اسلام اباد کې د یوې غونډې پر مهال د قبايلي سیمو د اصلاحاتو نه عملي کولو پرضد د احتجاج دهړکه ورکړې ده.
د سېنېټ د بشري حقونو کمېټۍ د ورکو کسانو پر مسله د استخباراتي ادارو او اېف سي له چارواکیو پوښتنې کوي.
پولیس چارواکي وايي، وسله والو د چارشنبې (شورو) پر ماسختن د اسلام اباد له ای - ۸ مرکز سره نېږدې د باب العلم په نوم له امام باړې دباندې برید وکړ. دوی رسنیو ته ویلي چې دا حمله پر داسې وخت شوې چې خلک تر لمانځه وروسته له امام باړې بهر روان ول.
له دې وړاندې هم پښتنو ليکوالانو په ځيني اردو فلمونو نيوکې کړې وې چې پکې کراچي سې لاهور، جواني پهر نهي آني او دختر شامل وو. د دوي په وينا چې په دې فلمونو کې پښتانه هم جنس باز او پر ښځو تيري کوونکي ښودل شوي وو.
پښتون سياستدان، سوله ييز مبارز او د سولې پرمختګ سيمه ييز تړون مشر عالمزېب خان نن د سېشنبې پر ورځ په خپل کلي صوابۍ کې خاورو ته وسپارلی شو.
د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې امنیتي ځواکونو د مذهبي ډلو احتجاج ختمولو لپاره د هغوی پرضد عملیات پیل کړل.
پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د مظاهره چیانو تیت و پرک کولو لپاره عملیات پیل کړي. د اسلام اباد پیمز روغتون چارواکي وايي،دوی ته لږ تر لږه ۱۳۰ ټپیان وروړل شوي چې پولیس هم پکې شامل دي. د پاکستان حکومت له شلو ورځو راهيسې پر دهرنا ناست مظاهرچيانو ته د شنبې د سهار اوه بجو پورې د احتجاج ختمولو لپاره وخت ورکړی وو خو هغو ورباندې عمل و نکړ.
"دا احتجاج هسې نه دی بلکې تر شا يې يو مقصد دی او هغه موږ ته معلوم دی. موږ ډېر له حکمته او صبره کار اخلو او هڅه کوو چې د خلکو د مال او ځان حفاظت هم وکړو. د خلکو چې کومې اوس ستونزې دي په دې اړه به تاسو په راتلونکي ۲۴ ګنټو کې څه اعلانونه واورئ، د پاکستان رياست پر دې معامله يوه خوله دی."
لاهور های کورټ د چارشنبې په ورځ د جماعت الدعوه د مشر حافظسعيد د خوشېکولو امر کړی دی چې سږ کال له جنورۍ راهسې په کور دننه نظربنده کړل شوی وو.
په اسلام اباد کې د نهې په ورځ د خبريالانو غېرسرکاري سازمان د سېوري لاندې يو نړيوال کنفرانس کې ويل شوي چې په هېواد کې د خبريالانو د ساتنې لپاره لا هم کوم عملي ګامونه نه پورته کېږي او چې کوم اخستل شوي دي هغه يا خو خبريالانو په خپله اخستي او يا د هغه غېرسرکاري سازمانونو له خوا اخستل کېږي چې پر دې څېړنه کوي.
د پنجشنبې په ماښام د نویو حلقه بنديو په اړه اييني بدلون قامي اسمبلۍ منظور کړ خو نن د جمعې په ورځ د سېنېټ غړیو د کمې شمېرې له کبله دغه قانون نه شو وړاندې.
د خېبرپښتونخوا حکومت د ځنګلونو محکمې چارواکي ادعا کوي چې په صوبه کې يې د يو ارب نیالګیو لګولو پروژه 'ببليون ټري څونامي' په بریالیتوب سره سر ته رسولې ده.
د فاټا ځوانانو نن (شنبه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په فاټا کې د موبایل شبکې تړل کېدو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې اړه د محمد عمران ويډيويي راپور وګورئ.
په ډیريو قبایلي سیمو کې د موبایل شبکه تړل شوې او خلک له یو بل سره تماس نه شي نیولای. د امنیتي چارواکیو لخوا ویل شوي وو چې موبایل نیټورک يي د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره تړلی دی.
د اسلام اباد خبريالانو د چارشنبې په ماښام د يوې مظاهرې له لارې د بلوچستان له صوبايي او د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې پر خبريالانو شویو بريدونو او فشارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د سېفران مملکت وزير غالب خان وايي پرېکړه یې کړې چې په ټولو قبايلي سيمو کې به د بېلا بېلو پوهنتونونو څانګې پرانيزي.
په پېښور کې د امريکا قونصل جنرل رېمنډ مېکګراله مشال راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال ویلي چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره دواړه لوري هڅې کوي او د جنوبي اسیا لپاره د امریکايي ولسمشر نوې کړنلارې افغانستان، پاکستان او امریکې ته د ترهګرۍ خلاف په شریکه د کار کولو یوه تګلاره
د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف د جمعې په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال ويلي چې پخوانی صدر او د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د نورو خوشالولو لپاره دوی ته سپورې ستغې وايي.
نور وښیئ