محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پوځ عامه اړيکو څانګې ای اېس پي ار هغه بيان بېرته اخېستی دی چې پکې له وزيراعظم کوره (هاوس) خپره شوې د ډان ليکس په باب فرمان رد کړل شوی وو.
د پاکستان د کورنيوچارو وزير چودري نثار علي خان د ډان ليکس د اعلاميې په اړه د پوځ د مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) لخوا د خپور شوي بیان په اړه ویلي چې ادارې بايد له يو بل سره اړيکې د ټولنيزو ويبپاڼو له لارې ونه ساتي ځکه چې پر ټويټر باندې پیغامونه خپرول د نظام لپاره خطرناک دي.
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د نهې په ورځ د مشال خان وژنې پرضد او هغه ته د انصاف ورکولو لپاره يو لاریون وشو چې پکې د مدني فعالانو، ليکوالانو، شاعرانو او زده کوونکيو ترڅنګ وکيلانو هم ګډون درلود.
سيند حکومت په عمومي توګه د دوو مياشتو لپاره د رېنجرز مودې غځولو منظوري ورکوي خو دا ځل د پينځو ورځو تيرېدو وروستو لا هم د واک ورکولو او موده غځولو پرېکړه نه ده شوې.
د جامعه بنوريه کراچۍ مشر مفتي نعيم ويلي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې وژل شوی مشال خان د مذهب سپکاوي په تور وژنه له اسلام سره سره د پاکستان ايين سرغړونه ده ځکه چې د هېواد قانون عملي کول د ولس نه بلکې د رياست کار دی.
د سيند صوبايي حکومت د روانې مياشتې له دېرشمې نېټې نه په صوبه کې د مرکزي حکومت پرضد د احتجاج اعلان کړی او ويلي يې دي چې مرکز ورته اييني برخه نه ورکوي.
دوی ادعا کوي چې نيول شويو وسله والو د هند استخباراتي ادارې "را" او د افغانستان اېن ډي اېس سره په شريکه يې په بلوچستان کې خپل يو نېټ ورک چلولو.
د پاکستان پوځ ويلي چې په تېرو وختونو کې په کراچۍ کې د لياري ګېنګ وار او ناقانونه ګرځول شوې پيپلزامن کمېټۍ مشر عزير بلوچ يې په خپله ولقه کې اخستی دی، له دې وړاندې هغه د رېنجرز سره وو.
په کراچۍ کې د وزیر احمد وزیر د نوې شعري ټولګې مخکتنه شوې. د اتوار پر ورځ په دې غونډه کې خلکو په پیسو د وزیر کتاب واخیست چې د پښتو کتابونو د وړیا ورکولو دود پای ته ورسوي. په غونډه کې ازاده مشاعره هم شوې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان پيپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې ۴۰ کاله وړاندې د مذهبي سختدريځۍ بوټی کرل شوی وو خو دوی یې پخوا هم پرضد وو او بيا به هم د دې پرضد جنګ روان ساتي.
د پاکستان موسمياتو محکمې مشر غلام رسول وايي چې دوي هم د مطبوعاتو له لارې د ولس خبرتيا لپاره کمپاين پیلوي چې تر تودو څپو وړاندې د ژغورنې په طريقو خبر کړل شي.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې صابراحمد صابر مېلمه دی. نوموړی په کراچۍ کې ژوند کوي او د مزدورانو د حقونو لپاره یې مبارزه کړېده.
نوازشريف په خپله وينا کې ويلي چې په ټول ملک کې يې ترهګرۍ ته ماتې ورکړې او ژر ده چې له پاکستانه به بې روزګاري هم ختمه کړي.
پښتنو په پنجاب پوهنتون کې د نوروز او پښتنو کلتوري ورځې پر غونډې تر حملې وروسته، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته اتڼ کړی دی. په دې غونډه کې د عوامي نیشنل او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو د زده کوونکو سازمان غړو په ګډونو ګڼو پښتنو برخه واخیسته.
د يوې غیر دولتي ادارې پاکستان فشرفولک فورم ترمخه دا وخت په سيند صوبه کې په زياتره ښوونځيو کې د څښلو اوبه او د زده کوونکو لپاره تشنابونه نه لري.
په کراچۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مشر عبدالعلي غورغښتي د ۴۰مې په مناسبت غونډه شوې ده چې پکې د ګوند غړو او مشرانو تر څنګ فعالانو او لیکوالانو هم برخه واخیسته. د ده زوی وايي، غورغښتي یې یوازې پلار نه بلکې استاد هم وو. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د نومیالي شاعر او سیاسي مبارز خان عبدالغني خان د ۲۱م تلین په مناسبت غونډه شوې چې پکې لیکوالانو او پوهانو د هغه پر ژوند، شخصیت او هنر خبرې وکړې. د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې پکې شاعرانو غني خان ته په درناوي شعرونه وویل. تفصیل په دې رپورټ کې.
د ملګرو ملتونو په يو راپور کې ويل شوي چې د سيند لیرې پرتې سيمې ترپارک، عمرکوټ او سانګړ د بارانونو نيشتوالي له کبله له انساني ناورين سره مخامخېدلی شي.
په پاکستان کې شپږمه سرشمېرنه د چارشنبې له ورځې پیلېږي چې لپاره يې د حکومتي چارواکیو په وينا ټول انتظامات سر ته رسېدلي دي.
د پاکستان د بهرینو چارو وزارت وايي،چې په سعودي عرب کې د پوليسو له خوا د نرښځيانو د نيولو او د تشدد وروستو د وژنې خبرونه رښتيا نه دي بلکې هلته يو پاکستانی نرښځی د زړه د دورې له کبله مړ شوی دی.
نور وښیئ