د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ديني عالمان دې د مذهب سپکاوي قانون ته کتنه وکړي'


د جامعه بنوريه کراچۍ مشر مفتي نعيم ويلي چې په عبدالولي خان پوهنتون کې وژل شوی مشال خان د مذهب سپکاوي په تور وژنه له اسلام سره سره د پاکستان ايين سرغړونه ده ځکه چې د هېواد قانون عملي کول د ولس نه بلکې د رياست کار دی.

هغه په ديني عالمانو هم زور راوړو چې بايد په شريکه سره کېني او د مذهب د سپکاوي لپاره جوړ قانون ته کتنه وکړي ځکه چې دلته عام خلک د ذاتي دښمنو لپاره دا قانون کاروي.

په کراچۍ کې د نهې (سېشنبې) په ماښام يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د بنوريه ديني مدرسې (جامعه بنوريه) مشر مفتي نعيم د مشال خان وژنه د اسلام او قانون ضد کړنه وبلله او و يې ويل چې قانون عملي کول د ولس نه بلکې د رياست کار دی.

''مشال خان د مذهب سپکاوي په تور په داسې حال کې وژل شوی چې چېرته هم ثابت نه وو، دا په شريعت کې هم ناجايز کار دی او زمونږ د قانون ترمخه هم. که چرته ولس کوم قانون په خپلو لاسو کې واخلي نو دا خو بيا په ملک کې د ځنګل قانون شو، نه به زه محفوظ يم او نه به تاسو. قانون عملي کول د رياست کار دی، رياست به د دې خبرو پلټنې کوي چې که په رښتيا یو څوک مجرم دی نو سزا دې ورته ورکړي او که چېرته مجرم نه دی نو هغه دې پرېښودل شي.''

د مفتي نعيم په وينا چې دلته په خپلمنځ کې د جګړو پر وخت پر يو بل د مذهب سپکاوي تورونه لګول کېږي نو ځکه اوس وخت راغلی چې ديني عالمان کېني او د مذهب سپکاوي پر ضد جوړ قانون ته کتنه وکړي چې داسې هېڅوک هم دا قانون د خپل ذاتي مقصد لپاره استعمال نه کړي.

"په دوه کورنيو کې جګړه وي او په يو بل د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي نو اوس بايد لوی لوی عالمان کېني او د دې قانون چې کوم غلط استعمال دی د هغې لپاره هم يو قانون جوړ کړل شي. ميډيا هم بايد د دوه ډلو ترمنځ د جګړې سبب جوړېدل پرېږدي چې شیيعه، سني، برېلوي او دېوبندي دې په خپلمنځ کې نه جنګوي. هم دا شان د منبر او محراب هم غلط استعمال کېږي. د منبر او محراب نه يو بل ته کافر ويل کېږي، بايد د دې هم سم استعمال وکړg شي.''

مفتي نعيم زياته کړه چې دلته يواځې پر مدرسو ټکونه کېږي چې هلته سختدريځۍ ته وده ورکول کيږي خو په دا ورستيو کې په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال وژنه او د حېدراباد ميډيکل پوهنتون یوه زده کوونکې نورين لغاري په داعش کې د شاملېدو پېښې دا ثابتوي چې سختدريځي يواځې په مدرسو کې نه بلکې په پوهنتونونو کې هم موجوده ده.

د مفتي نعيم په وينا چې بايد پر يو بل د کفر فتوې لګولو پرځای دې په منبر او محراب ناست خلک په خپلمنځ کې د اتفاق او اتحاد درس ورکړي.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي قانون (۲۹۵سي) د پاکستان پارلېمان ۱۹۸۶م کې منظور کړی وو چې له مخې يې د پېغمبر حضرت محمد علېه السلام په شان کې سپکه خبره کوونکی او لیکونکی د مرګ سزاوار ګرځول شوی دی.

XS
SM
MD
LG