محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر سنېټر نهال هاشمي مشال راډيو ته وویل چې محمد زبېر به د زيارت په ورځ د ګورنر په حیث لوړه کوي
ډاکټر ذاکر الله وايي چې په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې ډېر ځايونه شته چې د نړيوال معيار سره سم ارزښت لري خو دا لا هم د يونیسکو د نړيوال ثقافتي اثارو په نوملړ کې نه دي شامل کړل شوي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کميشن د دې ملک په تاريخ کې په لومړۍ ځل د يو غيرمسلمان له خوا د اسمبلئ د غونډې مشري کول ستايلي دي. دا کار د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل شوی.
د پاکستان اردو ژبې چېنل "بول ټي وي" تر هغه وروستو وتړل شو چې د رسنيو منظمولو ادارې "پېمرا"له بندیزه یې سرغړونه کړې وه.
د چارشنبې په ماښام د سيند اسمبلۍ تر څوارلس کلونو کم-عمره ماشومانو باندې د مزدورۍ کولو پر ضد قانون په متفقه توګه منظور کړ.
د ماشومانو حقونو لپاره کارکوونکي او څېړونکي وايي چې په پاکستان کې دننه د ماشومانو له يو ځایه بل ځای ته په زوره بوتلل لا هم جرم نه بلل کېږي.
نن که پر باچاخان، خدايي خدمتګار غورځنګ او عدم تشدد باندې څېړنې روانې دي نو د دې لويه وجه دا ده چې نړۍ او دلته اوسېدونکي د جنګ اخيري پړاو ته رسېدلي، د نړۍ په هر ګوټ کې اور بل دی
د سيند صوبې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند چارواکي هم دا دريځ لري چې د پښتنو سيمو تقسيم سم نه دی شوی
په کراچۍ کې مېشت د قانون چارو کارپوه اقبال شاه وايي چې که وفاقي حکومت وغواړي نو د رېنجرو د واک موده د صوبايي حکومت د اعلان بغیر هم غځولی شي.
د شاهي سيد په وینا په کراچۍ کې لويه ستونزه د پښتون د بقا او د عزت ده، دلته به ټول پښتانه په شريکه دا اواز کوي چې نه اوبه غواړي، نه بجلۍ نه سړکونه بلکې يواځې عزت غواړي.
عوامي نیشنل ګوند تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته په کراچۍ کې جلسه کړې ده. د یکشنبې یا اتوار پر ماښام د ښار په مېټرووېل سیمه کې جلسې ته په وینا کې د ګوند سېند څانګې مشر شاهي سید وویل، ځېنې خلک دا وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي. ده وویل، هېڅ کس کډوال نشي ایستلای. رپورټ وګورئ.
کراچۍ: د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د سېشنبې په ورځ اعلان وکړو چې هغه او بلاول بټو زرداري به روانې اسمبلۍ ته د غړيو په حېث ورځي.
کراچۍ: د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو نهم تلين د دسمبر پر ۲۷مه د هغې په پلارني ټاټوبي ګړي خدابخش کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې لمانځل کېږي.
په کراچۍ کې د چغرزیو ولسي جرګه شوې چې پکې یو شمېر خلکو ګډون وکړ. د غونډې جوړوونکو وویل، کراچۍ د پښتنو یو لوی ښار دی او د دې دوی غونډې موخه د خپلو حقونو لپاره د پښتنو یو ځای کول دي. غونډې ته یو شمېر کسانو ویناګانې وکړې او پر خپلو ستونزو او د هغو پر حللارو یې خبرې وکړې. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان پخوانی صدر او د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د شاوخوا يو نيم کال بهر اوسېدو وروستو د جمعې په ورځ له دوبۍ و کراچۍ ته ورسېدلو او د نړيوال هوايي ډګر پر زاړه ټرمينل یې ګوندي غړیو هرکلی وکړو
د سيند صوبې د صحت وزير ډاکټر سيکندر مېندهرو هم منلې چې کومه ناڅرګنده ناروغي دکراچۍ په ملير سيمه کې خپره شوې ده.
غیرسرکاري اداره مهک له تېرو درو کلونو راهیسې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو ښځينه کارکوونکیو د ستاينې او ډاډ په خاطر هغوی ته ایکسلېنسي اېوارډ (غوره والي جایزه) ورکوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، دا حق لري چې ځايي شهریت ورکړل شي.
په پاکستان کې افغان کډوال دا حق لري چې لکه د نورو هېوادونو ورته په دې هېواد کې د وخت تېرولو لپاره قانوني اسناد ورکړل شي ځکه چې هغوی په خپله خوښه يا په غېرقانوني توګه نه دي راغلي بلکې د نړيوال قانون تر سیوري لاندې دلته ژوند کوي.
نور وښیئ