محمد عمران د پاکستان پر روانو چارو د مشال راډیو لپاره رپورټونه جوړوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پاکستان دې د نړۍ او د هېواد له قوانینو سره سم، افغان کډوالو ته د هغوی حقونه ورکړي. ده له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، افغان کډوالو ته دې کارډونه ورکړي او نه دې ځوروي. ده وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید ورته شهریت ورکړل شي
سيند اسمبلۍ د لږکيو خونديتوب قانون د نومبر پر ۲۴ م نېټه منظور کړی وو چې له مخې به يې هر هغه چا ته لږ تر لږ پنځه کاله يا عمر بند سزا ورکول کېږي چې يو بل څوک په زوره مذهب بدلولو ته اړ کړي.
د کراچۍ ښار په لويه لار شارع فیصل د ګل په شپه ناوخته د اور لګېدو په پېښه کې د څلورو ښځو او درې ډاکټرانو پشمول ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۷۰ زيات ژوبل شوي دي.
ناصر منصور په کراچۍ کې خبرې غونډې ته وويل، تر اوسه تش دومره معلومات ورکړل شوي چې په پېښه کې ۲۸ مزدوران وژل شوي، څلور لادرکه او ۲۲ ژوبل دي.
د پاکستان سرکاري ميډيا د نندارتون چارواکیو له خولې وايي چې ۲۱ بهر ملکي او ۱۵۷ ملکي کمپنیانو خپل جنګي سامان نندارې ته وړاندې کړی چې د نومبر تر پينځويشتمې نېټې به دوام ولري.
په کراچۍ کې د سید رازق فریاد د شعري ټولګې مخکتنې غونډه شوې چې مشر مېلمه یې پروفیسر محمود ایاز وو. تر غونډې وروسته نوموړي مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې څلور قامي ژبې دي خو د دې ژبو په مرګ، اردو ژوندۍ ساتل کېږي. تر مخکتنې وروسته مشاعره هم وشوه. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
د کراچۍ ښاروال وسيم اختر خوا اوشا تر څلورو مياشتو قېد پس د چارشنبې په ورځ په ضمانت له جېله خوشې شو، خو عدالت پرې له هېواده بهر په تګ بندېز لګولې دی.
په کراچۍ کې مېشت د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات سره تعلق لرونکی دريا خان د يو شخصي پوهنتون اقرا يونيورسټۍ زده کوونکی دی او په دې وروستيو کې يې د ټول پاکستان په کچ د لوړو زده کړو د کمېشن له خوا شوې د سوکوهنې سيالۍ کې د سرو زرو تمغه ګټلې ده. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګوئ.
په کراچۍ کې د پښتون انځورګر محمد ارشد خان مېک د انځورونو لومړنی نندارتون پای ته رسېدلی دی. دی وايي، په انځورونو کې یې د ټولنې بېلا بېلو مسایلو ښودلو هڅه کړې. د مېک په خبره، که فساد یا لانجې څومره هم وغځېږي، خلک بالاخره خپلې ټولې مسلې د خبرو اترو له لارې هواروي. ویډیويي مرکه وګورئ.
د خضدار په شاه نوراني مزار کې د ځانمرګي برید ځېنې وژل شوي او ژوبل د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې مهال د کراچۍ روغتونونو ته رسول شوي. د برید ښکار شویو کورنیو ګڼ غړي د روغتون په دروازو کې ولاړ ول. ویل کېږي چې پر مزار په برید کې د ښکار شویو لوی شمېر د کراچۍ اوسېدونکي ول. رپورټ وګورئ.
د پاکستان سپريم کورټ پخواني چيف جسټس سعيدالزمان د جعمې په ورځ د سيند صوبې د نوي ګورنر څوکۍ لپاره سوګند وکړ۔
په کراچۍ کې مېشت پښتانه لیکوال وايي ددې باوجود چې په دغه ښار کې لکونه پښتانه ژوند کوي، خو د پښتو کتابونو لوستونکي د نېشت برابر دي. تېره ورځ د کراچۍ په باچاخان مرکز کې د سرورشمال د نوې چاپ شوې شعري مجموعې( سندریزې ساندې ) د مخکتنې په غونډه کې لیکوالو په ولس کې د مطالعې د شعور په رابیدارولو ټینګار وکړ
د پښتو موسيقۍ د غزل باچا خيال محمد استاد د هنري خدمتونو په وياړ دغه غونډه د پاکستان او افغانستان خبريالانو امن سازمان (پاک -افغان جرنلسټس پيس فورم) جوړه کړې وه.
پر دوو موټر سایکل سپاره څلور وسله وال راغلي ول او له کوره دباندې څه کسان ناست ول، پر هغوی یې د تفنګچې (تماچې) ډزې وکړې. د ډزو په اورېدو، په مجلس کې ناستې ښځې بهر راووتې او وسله والو پر هغوی هم ډزې وکړې. په ډزو کې څلور کسان ووژل شول او شپږ ژوبل شول.
د سيند صوبې سترې محکمې صوبايي حکومت ته امر کړی چې په صوبه کې موجود ټولې شراب خانې دې په فوري توګه بندې کړل شي.
د کراچۍ په کلفټن سیمه کې ۴۰۰ ماشومان چې پخوا به یې په لارو کوڅو کې خواري مزدوري کوله، اوس د دوو سرکونو ترمنځ د یوه پوله لاندې په پرانیستل شوي ښوونځي کې زدکړې کوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دسمبر کې به په کراچۍ کې پر وفاقي حکومت د فشار اچولو لپاره ستره ولسي غونډه رابللې چې د چين ـــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو او بلوڅو سيمې له پامه ونه غورځوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، د چین – پاکستان اقتصادي لار به یا د هېواد له غربي برخو تېرېږي که نه نو دوی به یې مخالفت کوي. د دې ګوند مشرانو د یکشنبې یا اتوار پر ماښام په کراچۍ کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل، دوی د اقتصادي پروژو نورو سیمو ته د وړلو مخالفت کوي. نور په رپورټ کې.
د پاکستان سوداګرۍ او صنعت خونې مشر کرنل ريټایرډ مقبول اپرېدی وايي ضرورت د دې خبرې دی چې په ټوله منصوبه کې باید شفافيت راوستل شي او چې څومره هم فنډونه راځي چې عام ولس ته هم وښودل شي
د ۱۹۷۲م کال د اکتوبر په اتلسمه د دغه کارخانې کارکونکو احتجاج زور و نیولو. د ښار ټولو کارخانو د بندېز له ویرې د هغه وخت حکمرانانو دا فیصله وکړه چې د زور په استعمال به دغه احتجاج ختموي.
نور وښیئ