نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان په پکتيکا کې د لوست عادت عامولو لپاره د کتابونو د لوست اونۍ لمانځل شوې ده. په دې لمانځنه کې د ګډون لپاره شرنې ته ګڼ ځوانان ورغلي وو. هغلته سیاسي، ديني، ادبي او تعليمي کتابونه پراته وو چې ځوانانو ولوستل.
په خوست کې د افغانستان، پاکستان او ایران د یو شمېر ورزشکارانو په شتون کې د فري فایټ لوبې ترسره شوې. د خوست په ملي لوبغالي کې د یادو لوبو د نندارې لپاره ګڼ خلک راټول شوي وو.
د افغانستان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د یو روغتیايي مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی. دغه روغتون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړیږي چې د ځايي خلکو لپاره به د داخله، ماشومانو، زېږون، جراحۍ او واکسینو په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. ويډيو رپورټ
د افغانستان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له سېلابونو زیانمن خلک د بیړنیو مرستو او د زیانمن شویو بنسټونو د بیارغونې غوښتنه کوي. هغوی وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو يې کورونو، لارو او کرنیزو فصلونو ته زیانونه اړولي دي. ویډيويي راپور.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د شپږو ولایتونو د والیبال د ۴۴ لوبډلو تر مینځ سیالۍ ترسره شوي دي. د پروګرام منتظمین وايي، چې له دې لوبو يې موخه د ځوانانو یووالی، خلکو لپاره د ساعتیری زمینې برابرول او له نشو څخه د ځوانانو راګرځول دي.
د خوست د نادر شاه کوټ ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي چې هلته دې پر خوړ اساسي بند جوړ شي. دوی وايي چې تر بارانونو وروسته په خوړ کې سېلاب نه یوازې کورونه او کرنیزې ځمکې خرابوي بلکې اوبه یې هم ضایع کېږي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دا مسله له اړوندو ادارو او نړیوالو موسسو سره شریکوي. ویډيويي رپورټ.
په خوست کې د کاري فرصتونو د موندنو په خاطر ځوانانو لپاره د مهارتونو د لوړولو یو ورځنۍ سیمنار جوړ شوی وو. د سیمنار منتظمین وايي چې د دې برنامې موخې اقتصادي پرمختګ، د بې وزلۍ د کچې ټیټول، بهر ته د ځوانانو د تيښتې مخنیوی او د هغو لخوا د هېواد ځان بسیاینې لپاره د اقتصادي طرحو او نوښتونو وړاندې کول دي.
د پکتیا د مرکز ګردیز د مهلن (مهلند هم بلل کېږي) کروندګر وايي چې حاصلخېزې ځمکي لري خو د اوبو له کمښت له سره مخامخ دي. دوی وايي، ان د خلکو په کورونو کې په کوهیانو کې د څښاک د اوبو سطح هم ټیټه شوې ده. نور په دې رپورټ کې.
د افغانستان د خوست ولایت د ځينو خېلو د لیرې پرتو کلیو اوسېدونکي وايي چې هغوی په خپله نېږدې سیمه کې ښوونځی نه لري او ماشومان يې له زدکړو بې برخې دي. هغوی له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو غواړي چې ماشومانو ته يې د زدکړو فرصتونه برابر کړي.
د خوست په شیخ زاید پوهنتون چې د افغانستان له لویو مرکزونو څخه دی، د ۲۵ کلن علمي بهیر په اوږدو کې یې سلګونه ډاکټرانو په ګډون نېږدې ۱۷،۰۰۰ لیسانس فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. په ورستیو کې له هغه پوهنتونه ۷۵ نور ځوان ډاکټران فارغ شول.
ه خوست کې د میخانیکي انسټیټوټ زده کوونکو او نوښتګرو ځوانانو لخوا د نوي جوړ شوي وسایل نندارې ته وړاندې شول په خوست کې د میخانیکي انسټیټوټ یو شمېر محصلانو او نوښتګرو ځوانانو خپل جوړ شوي وسایل نندارې ته وړاندې کړل شول. په دې کې یو شمېر پوځي او ملکي وسایل او د یو نوي کمپيوټري اپلیکشن نمونې شاملې
په پاکستان، افغانستان او نورو ګڼو اسلامي هېوادونو کې د اپرېل پر ۱۱مه د کوچني اختر دویمه ورځ ده. پر دې ورځ عموماً خلک بازارونو ته وځي او یا له ښاره بهر مېلې کوي. په خوست کې ځوانان وايي، دوی په کوچني اختر کې د هغه ولایت په لیرې او نېږدې سیمو کې بنډارونه او ملې جوړوي. ویډيويي رپورټ.
د افغانستان د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ځينو کسانو په لږې پانګونې وړې کارخونې جوړې کړي او د ځانونو تر څنګ يې د نورو خلکو لپاره هم د کار زمینې برابرې کړې دي.
د پکتیا خلک وايي، د تېرو کلونو پرتله د نیالګیو بیې ښې دي او اوس ورته د ونو ګټې هم معلومې شوې دي. بل لوري ته د ونو د کېښودو تر څنګ یو شمېر موسساتو د پکتیا د وهل شویو ځنګلونو بیا لګولو ته هم تیاری څرګند کړی دی. ویډیویي راپور.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې یو ۸۵ میټره اوږد وړوکی بند جوړ شوی دی. د سیمې اوسېدونکي وايي چې اوبو ته زیاته اړتیا لري او د وروستیو وچکالیو له وجې یې د سیمې ډېرې ویالې وچې شوې او په څاه ګانو کې اوبه کمې شوې دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پکتیا ولایت یو بل ورزشکار ممتاز وايي، ورزش په افغانستان کې د ټولو بنسټونو ملاتړ او پام ته اړتیا لري، ځکه یوازې د بدني روزنې اداره د دې وس نه لري، چې لسګونه زره کسانو ته د سپورټ ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
تڼیوال په بېلجییم او نورو اروپايي هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې او د جغرافیې په څانګه کې یې ۵۲ علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلې او ۳۳ کاله وړاندې یې د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړې وه.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې د ګردېز ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې دې د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکيو بیو ته زیات پام وکړي. دوی زیاتوي چې اقتصاد يې کمزورۍ او نه شي کولای چې ګران خوراکي توکي واخلي. چارواکي وايي چې د نرخونو کنټرولو ته جدي دي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.
په خوست کې د متحده عربي اماراتو یو خیریه بنسټ هر ماښام شاوخوا ۱،۰۰۰ بې وزله کسانو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. بې وزله کسان دا په روژه کې یو ښه کار بولي خو له خپلو کورنیو سره هم مرسته غواړي. ویډيويي رپورټ.
په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.
نور وښیئ