نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست ښار په ۱۱ څلور لارو او عمومي سړکونو، ټرافیکي څراغونه نصب او فعال شوي دي. ځايي اوسېدونکي د دې کار هرکلی کوي او تمه څرګندوي چې له دې سره به په ښار کې د ګاډو تګ راتګ منظم شي چې ورسره به یې ګڼه ګوڼه کنټرول شي. نور په دې رپورټ کې.
په خوست کې د خدمتګارو کسانو د هڅونې په موخه د مرکز او ولسوالیو د والیبال د ۶۰ لوبډلو ترمينځ يو مياشتنۍ سيالۍ پای ته رسېدلې دي.
د خوست د صبریو ولسوالۍ اړوند د څپري سیمې په غرونو او غونډیو کې ځايي خلکو د نیالګیو کېنولو ولسي اشرونه پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د سیمې له خلکو سره د نېږدې ۴۰،۰۰۰ میوه لرونکو او زینتي نیالګیو مرسته کړې ده.
په خوست کې د ښځو لپاره په ځانګړې سوداګریز مارکیټ کې کاروباري او دوکاندارې ښځې وايي، چې په دې ځای کې يې کار په ښه کیدو دی. د خوست د هغه بازار ټولې چارې چې د ښځو لخوا پرمخ بیول کیږي او تر ډېره ښځینه رختونه، د کور سامانونه، د سینګار توکي او د ښځو او ماشومانو سامانونه وي.
د مارچ پر څلورمه په خوست کې د زرغون خوست په نوم درې ورځنی کلتوري جشن پیل شو چې پکې د ولس خلکو ګڼ نیالګي کښېنول. په هغه ولایت کې دا جشن تر هر پسرلي مخکې کېږي او پکې په ځانګړي ډول زیات ځوانان برخه اخلي. د جشن ګډونوالو له اړوندو ادارو څخه د نیالګیو او زرغونو سیمو د ساتلو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
په پکتیا کې د سیمې د ۳۰ لوبډلو ترمینځ د فوسټال سیالۍ شوي چې ګڼو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه. د سیالیو نندارې ته ګڼ خلک هم ورغلي ول. د فوټسال ورزکاران غوښتنه کوي چې له پکتیا بهر دې ورته د لوبو او سیالیو زمینه برابره شي.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د زمبر په غرییزو سیمو کې یو شمېر رضاکارو ځوانانو د خلکو د ساتېري لپاره دمه ځایونه جوړ کړي دي. د صبریو سیمې ځوانان وايي خلک هڅوي چې د تفریح او دمې لپاره د یادې سیمې شنو او ځنګلیزو سیمو ته ورشي.
پکتیا کې د کور د سامانونو یا فرنیچر سوداګر وايي چې کاروبار یې د ښه کېدو په حال کې دی خو د کارخونو لپاره د مناسب ځای د نه شتوالي او برېښنا کمښت ستونزې لري.
په پکتیا کې که له يوې خوا خلک واورو ته خوشاله دي نو بلخوا بیا داسې کورنۍ او خلک هم شته چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له لاسه په کورونو کې د سونګ (سون) توکي او د خوړو او اغوستلو وسایل نه لري. هغوی له نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې له دا ډول کورنیو سره دې په ټولو برخو کې مرستې وشي.
په خوست کې هغو ډاکترانو ازموینه ورکړې ده چې په وروستیو کې یې د تخصص لوړې زده کړې بشپړې کړې وې. په خوست کې ډاکتران وايي، هلته په تېرو دوو لسیزو کې ګڼو روغتیاپالانو په بېلابېلو طبي څانګو کې د تخصص روزنه ترلاسه کړې چې ورسره په ولایت کې د درملنې معیار ښه شوی دی. ویډیويي رپورټ.
په خوست ښار او اړوندو سیمو کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ د بېخبنا (انفراسټرکچر) رغولو پر پروژو کار روان دی. په پروژو کې د کوڅو، سړکونو او ویالو پخول شامل دي چې پکې ۸،۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار موقع برابره شوې ده. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خوست ولایت د یوشمېر نورو سیمو په شان د قلندر د غرییزې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي. دوی د څښاک پاکې اوبه، د ښوونځيو ودانۍ، د عمومي او فرعي سړکونو رغونه او د روغتیايي مرکزونو اکمال او تجهیزول د خپلو مهمو اړتیاوو په توګه یادوي. ویډیویي راپور.
د خوست ولایت له مرکز سره نېږدې په یوه سیمه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی. د خوست په ښاروالۍ کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه ۱۰۰ تنه څه باندې څلور لسیزې مخکې وژل شوي او بیا یوځای ښخ شوي ول. ویډيويي رپورټ.
په خوست کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د حرفوي زده کړو مرکز جوړ شوی دی چې پکې سلګونه ځوانان بېلابېل کسبونه زده کوي. په خوست کې دا مهال ۶۰۰ ځوانان د برېښنایي الاتو د جوړونې ترڅنګ نجاري او نور کسبونه هم زده کوي. ویډیویي راپور.
په خوست کې یو شمېر خصوصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه او درمل لیږي چې خلک يې په خپلو نږدې سیمو کې روغتیايي اسانتیاوې نه لري.
په خوست کې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له ۱۰ میاشتني پروګرامه د لسګونو ځوانانو د فارغېدو په ویاړ غونډه شوې ده. فارغانو له نورو ځوانانو او لویانو وغوښتل، چې په اوسني عصر کې په ژوند کې د اړتیاوو پوره کولو او په دې برخه کې د اسانتیاوو لپاره د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې اړینې دي. ویډیویي راپور.
له دوی څخه ځینو د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د خوړو نړیوال پروګرام دې د نورو کلونو په څېر له دوی سره نغدې مرستې وکړي.
د خوست د صبریو ځوانانو د یادې سیمې د څپرې غره د پاسه د ډنډکي خوړو مېله جوړه کړې وه. ډنډکی د خوست د خلکو پخوانی او مشهور خوراک دی چې اوس يې له خوسته بهر هم ډېر مینه وال پیدا کړي او خوستوال يې خپلو مېلمن
د خوست د غرییزې سیمې خرڅینو اوسېدونکي وايي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي او د روزګار موقع هم نه لري. دوی وايي، د بېکارۍ له لاسه د تعمیراتي چارو لپاره له غرونو او غونډیو څخه د تیږو ایستلو ته اړ دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په صبریو او یعقوبیو کې د قومي مخورو او فعالانو په مینځګړتوب یوه دښمني، چې پکې شپږ تنه وژل شوي ول، په دوستۍ بدله شوې ده. دواړو خواوو تر روغې جوړې وروسته له نورو خلکو هم وغوښتل چې د خپل راتلونکي نسل هوساینې لپاره دې بدۍ او دښمنۍ پرېږدي. ویډیويي راپور وګورئ.
نور وښیئ