نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، سیمه یې ګڼ مېشته او د ولایت په کچه مهم کاروباري مرکز دی خو وګړي یې د ژوند لازمي اسانتیاوې نه لري. دوی وايي، لارې يې خرابې دي او تر اوسه دې سیمې ته برېښنا نه ده غځېدلې. ویډیویي راپور.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو اړوند د خلبیسات بازار په سیمه کې ځايي شاعرانو او فرهنګیانو مشاعره وکړه چې پکې د خواوشا سیمې شاعرانو او د ادب مینه والو برخه واخیسته
په خوست کې یوشمېر هغه ځوان ډاکټران چې له طبي زدکړو نوي فارغ شوي دي وايي، دوی د زدکړو لومړی پړاو پای ته ورساوه خو مسوولې ادارې دې اوس ورته د ستاژ دورې او په روغتونونو کې د عملي کار او نظري زدکړو لپاره زمینه برابره کړي.
په دې کورسونو کې زده کوونکو ته ریاضي، فزیک، کیمیا، پښتو، انګریزي او ځینې نور مضمونونه تدریسیږي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي د مزري (مېزري) بوټي له پاڼو څخه بېلابېل شیان جوړوي خو وايي، ګټه یې دومره کمه ده چې اکثر د کورنیو لګښتونو په پوره کولو کې له مشکل سره مخامخېږي. دوی د مزرین صنعت د پراختیا او ورته د بازار موندنې غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په ترېزیو کې د مشرانو او ځوانانو جرګې د ولور کمولو پرېکړه کړې ده. په هغه ولایت کې تر دې مخکې هم جرګو دا ډول پرېکړې کړې دي خو په ترېزیو کې له اعلان سره سم عملي شوې هم ده. د ډېسېمبر ۲۶مې جرګې ویلي دي چې په هغه سیمه کې به هېڅوک تر ۲۵۰،۰۰۰ افغانیو زیات ولور نه اخلي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې له یوه کوره د ۵ اول نومره زده کوونکيو د بریا له رازه خبر شئ
په خوست کې ځینې شخصي بنسټونه هغو سیمو ته ګرځنده ډلې او درمل استوي چې خلک پکې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. په وروستیو کې ترېزیو ته هم یوه ډله تللې وه چې هلته یې د خلکو وړیا معاینې وکړې او ورته یې دواګانې ورکړې. د خوست اوسېدونکي د دې ډول خدماتو د زیاتېدو غوښتنه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې په وروستیو کې یو هنري نندارتون جوړ شوی وو چې لسګونه کسان یې لیدو ته ورغلي ول. هنرمندان وايي، که مالي ملاتړ یې وشي نو فعالیتونه زیاتولای شي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په ډاب کې دوه میاشتې مخکې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د سید رقیب سټار کرکټ کلب په بریا پای رسېدلې دي. په سیالیو کې د سیمې ۱۴ لوبډلو برخه واخیسته. خوست د لوبو په ډګر کې د افغانستان د مخکښو سیمو په قطار کې راځي او بېلابېلې سیالۍ پکې کېږي او د کرکټ مینوال پکې په بې سارې ډول په ډېرېدو دي.
وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به د ژمي له راتګ وړاندې له دوی سره نغدې مرستې کېدې، خو سږ کال تر دې وخته چې ژمی پیل شوی، له دوی سره د مرستو هېڅ څرک نه لګېږي.
په خوست کې هم د هر ښوونیز کال په پای کې د دولسمو ټولګیو د فارغانو لپاره لمانځغونډې کېږي چې پکې ویناوال د تعلیم په برخه کې پر ستونزو او پرمختګونو غږېږي. د هغه ولایت د شخصي یا خصوصي ښوونځيو مسوولین او زده کوونکي له اړوندو ادارو غواړي چې د پوهنې برخې ته زیات پام وکړي. ویډیویي راپور.
د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د پینځو هغو پلونو د بیارغونې چارې وروسته تر هغې پیل شوي دي چې د تېر کال بارانونو او سیلایونو زیانمن کړي دي
په خوست کې د صنعتي پارک د جوړولو چارې یو ځل بیا پیل شوی دی. هغه چارې له ډېرې مودې راهیسې د بېلابېلو ستونزو له کبله ځنډېدلې وې. دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې زیاتره کارخانې په کورونو کې تولیدات کوي. ویډیویي راپور.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي خدماتو لپاره د ناروې کمېټۍ په مالي مرسته جوړ مرکز کار پیل کړی دی. هغه مرکز د سیمې ښځو او ماشومانو ته ۲۴ ساعته وړیا خدمات ورکوي او په لازمو درملو سمبال دی. تفصیل په ویډیویي راپور کې.
د افغانستان په خوست ولایت کې د ډېسېمبر پر پينځمه د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۳۰ جوړو ډله ییز واده وشو. خوستي فرهنګیان دا یو ښه کار بولي او غوښتنه کوي چې د ودونو دا نوی کلتور دې لا پراخ شي.
د پکتیا ولایت په احمدخېلو کې ځایي ځوانانو د والیبال سیالۍ پیل کړې دي چې پکې د سیمې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي. لوبغاړي وایي په سیمه کې د لوبو لپاره مناسب ځایونه نه شته خو بیا هم ګڼ ځوانان په سیالیو کې برخه اخلي. تفصیل په ویډیویي راپور کې.
د بیان له مخې په خیبر پښتونخوا کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي اووه نیم مېلیونه او په بلوچستان کې دوه نیم مېلیونه ماشومان واکسینوي. بیان زیاتوي، د هغو صوبو په ځینو حساسو سیمو کې واکسیني بهیر د نومبر پر ۲۴مه پیل شوی چې له عمومي کیمپېن سره به دوام ومومي.
د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د غلام حضرت په نوم یو سپین ږیری فارغ شوی دی. حضرت ته د خپلې زوکړې نېټه معلومه نه ده خو څه باندې ۶۰ کاله عمر لري او ۴۴ کاله مخکې یې لېسه خلاصه کړې وه خو لوړې زده کړې ورڅخه نیمګړې پاتې شوې. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د څپري غره په لمن کې مشاعره شوې ده. د نومبر ۱۷مې مشاعرې ته لسګونه شاعران او د ادب مینه وال ورغلي ول. د خوست ولایت په هغه سیمه کې پخوا ناامني وه خو اوس پکې ټولنیز او فرهنګي فعالیتونه پیل شوي دي. تفصیل په ویډیویي رپورټ کې.
نور وښیئ