نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون فارغان غوښتنه کوي، چې دوی ته دې په خپلو مسلکي برخو کې د کار کولو فرصتونه برابر شي. دوی د پوهنې، روغتیا، کرنې، اقتصاد او نورو برخو پرمختګ او د افغاني ټولنې ټیکاو په دې پورې تړلی بولي، چې په ځانګړې ډول د ځوانانو علمي او مسلکي کچه لوړه شي.
له پاکستانه د انګور اډې له لارې پکتیکا ته ستانه شوي کډوال د سرپناه او مرستو غوښتنه کوي. دوی وايي، د طالبانو حکومت ورته لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی خو ورته دې د دایمي استوګنځایونو بندوبست وکړي. ویډیويي رپورټ.
پکتیا د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې مڼې يې د خوند، رنګ او کیفیت له اړخه په داخل او له هېواده بهر مینه وال لري خو بڼوال وایي، سږ کال هلته د مڼو فصل د پخوا په شان نه دی شوی. دوی د ولایت له اړونده ادارو او نړیوالو بنسټونو څخه د مڼو باغونو ته د اوبو د دایمي سیسټم غوښتنه کوي. تفصیل په ویډیو کې
په خوست کې خلکو په روان پنځوس اووره کرکټ نړیوال جام کې پر سري لنکا د افغانستان بریا لمانځلې ده. خلک د شپې سړکونو ته راوتلي وو او اتڼنونه یې کول. نور حال یې د نجيب الله الوخېل په ويډيو راپور کې وګورئ
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د "امن کلتوري ماښام" تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوې پکې ګڼو شاعرانو او د ادب مینوالو ګډون کړی دی. د اکتوبر ۲۶مې د مشاعرې تابیا کوونکو وویل، هڅه کوي له دې لارې د سیمې کلتور د نورو ځایونو خلکو ته ور وپیژني. په مشاعره کې ځینو شاعرانو ولسي شعرونه هم زمزمه کړل. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د ۶۹ ښوونځیو د زده کوونکو ترمنیځ تر درسي سیالۍ وروسته ۷۰ غوره زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شوي دي
د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي د سړک له خرابوالي شکایت کوي
د افغانستان د ځینو نورو سیمو په شان په خوست کې هم د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال د افغان کرکټ لوبډلۍ د برياليتوب جشن ولمانځل شو. په هند کې د ۵۰ اووره نړيوال کرکټ جام سياليو لړ کې افغانستان پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
په خوست کې د مس عینک زون د کرکټ ۱۳ لوبډلو ترمینځ سیالۍ د افضلي لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي. د کرکټ بورډ مسوولین وایي چې د دې لوبو موخه یې د کرکټ پرمختیا او راتلونکو ولایتي لوبو ته لوبغاړو چمتو کول دي. تفصیل په ویډیو کې
شولې د پکتیا له مهمو فصلونو یو بلل کېږي. د ولایت کروندګر سږ کال د شولو (وریژو) زیات حاصل ته خوشاله دي خو وايي چې لا زیاتو اسانتیاوو ته اړتیا لري. د پکتیا کروندګر وايي، چارواکي دې ورسره پر وخت د تخم او کیمیاوي سرو مرسته وکړي. ویډیويي رپورټ.
په پکتیا کې سوداګر د چین په ګډون نورو هېوادونو ته د زڼغوځیو د صادرولو اسانتیاوې غواړي. په افغانستان کې د پکتیا په ګډون په نهو ولایتونو کې زڼغوځي (جنغوزي او ځڼغوزي هم بلل کېږي) کېږي او سوداګر یې اکثر له هېواده بهر په لېږدولو کې مشکلات لري. تفصیل په ویډیو کې.
په خوست کې د "رنګین ماښام" په نوم په ازاده مشاعره کې ګڼو شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړل. د اکتوبر پینځمې مشاعرې ته ولسي وګړي هم ورغلي ول او منتظمینو یې وویل چې موخه یې د خلکو یووالی او د افغانانو د فرهنګ پرمختیا وه. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې یو شمېر ښوونکو د تنخاګانو د لږوالي او د سرپناوو نه لرل د مهمو ستونزو په توګه یادې کړې دي
د خوست د غرغښت مرکزي لېسې زده کوونکو د کیمیا او بیولوژۍ یا ژوپوهنې په څانګو کې د جوړو کړیو ماډلونو نندارتون کړی دی. زده کوونکو د اکتوبر پر دویمه د نندارتون پر مهال یوشمېر تجربې یا ازموینې هم وکړې. نندارتون ته ګڼ زده کوونکي او ښوونکي ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.
د سېپټمبر په ۲۸مه په خوست کې یو خصوصي روغتیايي انسټیټوټ له درو څانګو عالي نرسېنګ، قابله ګۍ او فارمسۍ څخه لسګونه نجونې او ځوانان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. فارغانو غوښتنه کوله چې د روغتیا په حکومتي او خصوصي سکټور کې دې و
په خوست کې د افغان سرې میاشتې ټولنې په ۵۰۰ هغو کونډو کې چې د خپلو اولادونو او کورنیو سرپرستي پر غاړه لري، نغدي مرستې وېشلې دي. ښځو مشال راډیو ته وویل چې بې وزله دي او د خوراک څښاک تر څنګ یوشمېر شیانو ته اړتیا لري. ویډیويي رپورټ.
د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د پنځو کلیو لپاره، د سوېس (سوېتزرلېنډ) هېواد د مرستو پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د اړیکو دفتر لخوا د اوبو د یو کانال د جوړولو کار پیل شو.
په پکتیا کې د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ ترمینځ د ۲۰ کېلومیټره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. چارواکي وايي، د سړک جوړونې چارې به څلور میاشتې وخت ونیسي او په لومړي پړاو کې ورباندې ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ لګېږي. ویډیويي رپورټ.
خوست کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره شوې چې ورته ګڼ لیکوالان او مینه وال ورغلي ول. د سېپټېمبر اوومې د مشاعرې ګډونوالو د طالبانو د حکومت له چارواکو وغوښتل چې د خلکو د فکرونو روښانولو او د ولسونو ترمینځ د باور او یووالي لپاره دې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ