پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
مولود چاوشوغلو، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې "په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر لوړې سطحې د خپګان" څرګندونه کړې ده.
د پاکستان په سیند صوبه کې ځینې هندوې کورنۍ دعوه کوي چې لوڼه یې په زور مسلمانېږي او مسلمانو هلکانو ته ودېږي. دوی تور پورې کوي چې د ګوټکي ضلعې د برچونډي شریف درګاه مشران د هندوانو مذهب بدلوي. خو د درګاه مشران دا تور په کلکه ردوي. موږ په سیند کې د دین بدلولو پېښې پلټلي او دا ځانګړی مستند فلم مو جوړ کړی
د پنجاب پولیسو پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې "ورانکارو" په لاهور کې پر نواکوټ تاڼې برید وکړ. بیان وايي، د برید له وجې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري په تاڼه کې بند پاتې شول.
د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، حکومت د خبرو له لارې د ډلې له مشرانو سره د مسلو هواري هڅه وکړه خو هغوی په مظاهرو کې پر پولیسو
د مانسهرې د پولیسو مشر اصف بهادر دا تور ناسم بولي او وايي، هغه کسان "د ټول پلازې او اېن اېل سي کارکوونکي نه ول." نوموړي د مارچ ۱۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په مانسهره کې د "تحریک انقلاب" په نوم یوه ډله ده چې پر "سړک یې احتجاج کاوه."
په امریکا کې یو ناحکومتي سازمان، فیډېنګ امریکا وايي، د هغه هېواد له شپږو وګړو څخه یې یو صحي او محفوظه خوړو ته لاسرسی نه لري. د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې ډېری خلک بېروزګاره شول او له لوږې سره مخامخ دي. ویډیو وګورئ.
په کراچۍ کې د پولیسو د ځانګړي امنیت څانګه یو شمېر سرتېري په نوې طریقه روزي. چارواکي وايي، دا پولیس به په ښویېدونکو بوټانو (رولربلېډز) د ښار په ځینو برخو کې ګشت (ګزمه) کوي چې په تنګو کوڅو کې په اسانۍ په جرمونو کې ککړ کسان ونیولای شي. نور د رویټرز اژانس په ویډيويي رپورټ کې.
د ناټو د دفاع وزیرانو د فبرورۍ پر ۱۸مه انلاین غونډه پر داسې مهال شوې چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته کتنه کوي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ګډون د تحریک انصاف مشرتابه ویلي، له هېڅ ناقانونه لار یې پیسې نه دي ترلاسه کړي او یوازې بهرمېشتو پاکستانیانو ورته د سیاسي هلو ځلو او انتخاباتي کیمپېنونو لپاره پیسې ورکړې دي.
موږ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تازه رپورټ په اړه د کورنیو چارو او د بشري حقونو له وزیرانو او د وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره رابطې وکړې. ځینو چارواکو له خبرو ډډه وکړه او له ځینو سره په رابطې و نه توانېدو.
د پنجاب د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوۍ څانګې د جنورۍ پر اتمه وویل چې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت لکوي ته د ۱۰۰،۰۰۰ روپیو د جرمانې سزا هم اورولې.
د وزیر مېرمن سایرې علي او وراره عالمګیر وزیر د ډېسېمبر ۲۰مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې پولیسو نوموړی د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د زړه ناروغیو مرکز ته وړی وو.
منظور پښتین په وینا کې زیاته کړه چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ډېسېمبر پر ۲۰مه د بنو په جاني خېلو او د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې هم احتجاجي غونډې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د ډېسېمبر پر درېیمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو ملاتړ
سږکال د مومندو، خیبر، باجوړ او بلوچستان د ځینو برخو پر للمینو ځمکو پر وخت باران نه کېدو کروندګر اندېښمن کړي دي.
د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند حمزه ویلي چې ۵۴ کلن رضوي پرون د تبې او د سا بندۍ تر تکلیف وروسته روغتون ته ورسول شو.
د نومبر پر ۱۹مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې سولې ته لېواله دی ځکه چې په وینا یې، د ترهګرۍ پر
د انګلینډ کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۸مه وویل، دا به په ۱۶ کلونو کې لومړی ځل وي چې لوبډله یې پاکستان ته ځي.
مایا رعیدي له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د لبنان د ښکلا ملکې د اعزاز خاونده ده. په هغه هېواد کې شاوخوا هر کال د ښکلا کلنۍ سیالۍ کېږي چې پکې د بریا تاج د یوې نجلۍ په سر کېږي. نو رعیدي ولې تر اوسه د لبنان د ښکلا ملکه ده؟ ځواب یې د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر اوومې پر ماخوستن پر ټوېټر بایډن او هیرس ته مبارکي وکړې او ویلي یې دي چې له دواړو سره یو ځای د کار کولو په تمه دی.
نور وښیئ