په خیبر پښتونخوا کې د کرنیزو چارو پوهان وايي، د للمینو ځمکو بزګران ان د ډېسېمبر تر نیمايي پورې د غنمو توخم کرلای شي.
د خیبر پښتونخوا، قبایلو او د بلوچستان په مختلفو برخو کې کروندګر عموماً د اکتوبر له نیمايي څخه د نومبر تر نیمايي پورې غنم کري.
سږکال د مومندو، خیبر، باجوړ او بلوچستان د ځینو برخو پر للمینو ځمکو پر وخت باران نه کېدو کروندګر اندېښمن کړي دي.
خو د کرنیزو چارو پوهان د غنمو کښت په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ بزګران د نورو فصلونو کرلو، د ښه توخمونو اخیستو او د نوې ټېکنالوژۍ کارولو ته هڅوي.
په پېښور کې د زرعي پوهنتون استاد پوهاند افتخار حسین خلیل د غنمو کښت او د توخم د قسمونو په اړه څېړنې کړې دي.
ده د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د غنمو د کښت له پلوه د خیبر پښتونخوا ۶۰ فیصده ځمکه للمینه ده یعنې باران ته اړتیا لري او پر یوازې ۴۰ فیصده ځمکې د اوبه خور بندوبست شته.
خو دی وايي، د قبایلو د للمینو ځمکو کروندګر دې د غنمو داسې توخم واخلي چې په کم وخت کې حاصل ورکوي.
د پوهاند خلیل په وینا، کروندګر"اوس هم وخت لري. موږ د غنمو داسې قسمونه لرو چې په کم وخت کې پخېږي. نو که هغه "ان" په ډېسېمبر کې وکرل شي نو انشاالله زمیندار ته به یې مناسب پیداوار مېلاوېږي."
نوموړی وايي، سږکال ساړه تر وخت مخکې راغلل نو پیداوار به کم وي، خو کروندګر وخت لري.
د ده په خبره، په نوښار کې د غلې فصلونو څېړنیز مرکز د "پسینه ۲۰۱۷" په نوم او د چارسدې له ترناب سره نېږدې د خوړو او کرنې لپاره اټومي انسټیټیوټ د "للمې" په نوم توخمونه لري چې د خیبر پښتونخوا د کرنې حکومتي اداره یې کروندګرو ته ورکوي.
د پوهاند افتخار حسین خلیل په خبره، د خیبر پښتونخوا په هره ضلع کې د کرنې ادارې دفترونه توخمونه لري او بزګرانو ته یې ورکوي.
د باجوړ مفتي بلال یاسر خبریال او کروندګر دی.
۲۸ کلن یاسر وايي، کروندګري یې کورنی کسب دی او په باجوړ کې زیاتره خلک د بېلا بېلو شیانو په کښت روزي ګټي.
دی وايي، د باجوړ ضلعې (ولسوالۍ) یو شمېر برخې للمینې دي نو ځکه یې بزګر د باران په هیله ناست دي خو په وینا یې، ستونزه دا ده چې په ژمي کې هلته شبنم ورېږي.
"زموږ په باجوړ کې ډېره زیاته پرخه کېږي. دلته د نومبر له ۱۵مې یا ۱۵مې وروسته داسې پرخه لویږي چې فصل بیا غټېږي نه. "فصل چې په کوم حال وي، د جنورۍ تر پای پورې هم هسې وي."
د یاسر په خبره، همدا لامل دی چې که په نومبر کې غنم وټوکېږي او زرغون شي نو بیا ستونزه نه پېښېږي او په فبرورۍ کې چې موسم لږ تود شي نو غنم وده کوي.
یاسر وايي، د باجوړ او ځینو نورو قبایلي سیمو کروندګر پر نوې ټېکنالوژۍ او د کښت پر نویو طریقو باور نه لري چې له کبله یې په وچکالۍ او نامناسبو موسمي شرایطو کې ځمکه شاړه پاتې شي، فصل یې خراب شي او زیانونه ګالي.
دی وايي، د خیبر پښتونخوا د کرنې حکومتي ادارې چارواکو باجوړ ته د الوګانو یو ډول توخم وروړی وو چې ځینو کروندګرو ته یې خورا زیاته ګټه ورسوله.
د مفتي بلال یاسر په خبره، د چین ټماټرو په نوم د ټماټرو (رومیان یا سره باټینګر هم بلل کېږي) یو ډول توخم په اوړي، ژمي کې حاصل ورکوي خو خلک یې زیات نه کري.
دی وايي، کروندګر دې د متبادلو فصلونو په اړه فکر وکړي.
مفتي بلال یاسر په ډمه ډوله کې د الوګانو د کښت د یوې تجربې مثال ورکوي چې له کبله یې یو کروندګر سږکال پېنځه لاکه روپۍ وګټلې.
دی زیاتوي چې د الوګانو کښت کم لګښت ته اړتیا لري خو حاصل زیات ورکوي.
د پېښور زرعي پوهنتون پوهاند افتخار حسین خلیل وايي، غنم داسې توخم دی چې په کم وخت کې زرغونېږي او حاصل ورکوي.
د ده په خبره، د قبایلو او بلوچستان کروندګر که د تېر کال توخم لري، نو هغه هم کرلای شي.
پوهاند خلیل زیاتوي، د للمینو ځمکو بزګران د غنمو پر ځای شړشم هم کرلای چې څو میاشتې وروسته به یې حاصل ورته مالي ګټه ورکړي چې بیا په هغو پیسو د کورنۍ استعمال لپاره غنم او اوړه اخیستای شي.