پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
ډاکتر سید عالم مسود وايي، د مظاهرو ګټه دا ده چې له دې لارې ځپل شوي خلک نړۍ ته هم خپل اواز رسوي او د خپلې سیمې یا هېواد حال ورښيي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې سختدریځې ډلې دي چې پکې د ځېنو ملاتړ د هغه هېواد اېسټیبلېشمنټ کوي نو ځکه د وړو اټومي وسلو موجودیت ډېر خطرناکه ثابتېدای شي.
د جمهوریت نننۍ خپرونه له تېرې هغې سره تړلې ده. په دې خپرونه کې به واورئ چې د پاکستان پخواني پوځي واکمن ضیاالحق پر ضد د جمهوریت بحالۍ تحریک څومره موثره وو؟ پر اوږدو مبارزو او تحریکونو چلولو سربېره د پاکستان او افغانستان مېشته پښتانه له بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ دي؟
د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.
د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې مرکز په هندوکش غره کې وو او پر رېښتر درجه یې زور ۷.۷ وو. د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، د زلزلې زور ۸،۱ وو. په باجوړ کې د خار هیډکوارټر روغتون ته ۴ مړي او له ۱۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.
په پاکستان کې جنرال ضیاالحق په ۱۹۷۷ز کال کې جمهوري حکومت ړنګ کړ، د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو یې زنداني او بیا وروسته په دار وځړاوه او د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه. د دې اقداماتو په نتیجه کې د پاکستان کیڼ لاسي او ملتپاله سیاسي ګوندونو د جمهوریت بحالۍ تحریک وچلاوه چې اېم ار ډي
نوموړې د خیبر پښتونخوا د کرک ده او له تېرو شاوخو درو لسیزو راهیسې په سیاسي مبارزو بوخته ده، لوړې زده کړې لري، د مسلک له پلوه د پرمختیايي، مالي او بانکي چارو پوهه ده او په سیاسي ډول د مترقي او کیڼ لاسي سیاست لاروۍ ده.
برتانیوۍ فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل تحقیقاتي رپورټ کې ویلي، په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمه د تېلو پیداوار لپاره مشهوره ده او دا ډله د تېلو خرڅلاو له لارې د خپلو وسله والو فعالیتونو او جګړې لپاره پیسې برابروي.
په خیبر پښتونخوا کې د ناحکومتي ادارو کارکوونکي او فعالان وايي، د ناحکومتي ادارو په اړه د پاکستان وفاقي حکومت اقدامات پر تفریق یا توپیر ولاړ دي چې له کبله یې ګڼې اېن جي او ګانې اوس په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې کار نشي کولای.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه پاڼې ته ښه راغلاست. له یوې مودې راهیسې د پاکستان و هند اړیکي د کنټرول پر کرښې د تاوتریخوالي پرله پسې پېښو له کبله د کړکېچ او ترینګلتیا ښکار دي. څه موده مخکې د دواړو هېوادونو وزیراعظمان د روسیې په اوفا کې سره سلا شوي ول چې په اګست کې به د دواړو هېوادونو د قامي سلامتیا مشاوران په نوي ډيلي کې سره ګوري خو دا ملاقات منسوخ کړل شو.
د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه د قبایلي سیمې خیبر پولیټیکل انتظامیې او امنیتي چارواکو په جمرود کې د یوې جرګې پر مهال ولس ته وویل چې په خپلو سیمو کې دې امنیت ټینګ کړي او په دې لړ کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د مرګ سزاګانې دې ختمې کړي.
د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو په لړۍ کې مو مشاعره هم درته راوړې. په دې مشاعرې کې د وطن درې نومیالي شاعران راسره مېلمانه دي. لومړی مېلمه ممتاز اورکزی دی، دویم، سید شاه سعود او درېیم اجمل اند دی. په مشاعرې کې د دوی له شعرونو سره سره د دوی خبرې هم اورئ.
چارواکو وویل، که د سیمې اوسېدونکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلل او یا هم د ناامنۍ پېښه وشوه نو د پېښې له ځای سره په ۳۰۰ مربع ګزه سیمه کې د اجتماعي ذمه وارۍ تر لاندې به د اوسېدونکو کورونه ړنګول کېږي، د هغه ځای اوسېدونکي به نیول کېږي، د ملکانو او مشرانو مراعات به بندول کېږي او هغه کس چې وسله
له واشنګټن، لندن، برلېن او فرانسې چې څوک هم راځي هغه اول [د پوځ سر دفتر] جي اېچ کیو ته ځي او بیا وروسته اسلام اباد ته. نو تاسو ته مالومه ده چې [پوځ ته] ټول قوت غربي هېوادونو ورکړی. پوځ له [امریکا او نورو هېوادونو] پیسې اخلي او بیا پر موږ بندیزونه لګوي. بیا له غربه خلک موږ ته وايي، له تاسې سره ډېر
په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د کمزوري کېدو په عمل کې اېسټیبلېشمنټ څه رول لوبولی دی؟ د هغه هېواد ځېنې ګوندونه د نظریاتو او کړنلارو پر اختلاف سربېره له یو بل سره څه ډول اتحادونه کړي او د دې نتیجې څه دي؟
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د سفري بندیزونو د لېسټ چې ورته اېګزېټ کنټرول لېسټ ویل کېږي په تګلاره کې د بدلون اعلان کړی چې د زیارت یا پنجشنبې له ورځې عملي شو.
تاسې به د سوات ریاست له مثال سره واورئ چې په څه ډول وړې وړې جرګې وروسته په لویو جرګو او بیا د یوه نظام او ریاست په بنیاد کښېښودو کې بریالۍ شوې. تاسې به دا هم واورئ چې د پښتنو نورو سیمو جرګې ایا جمهوري وې او که نه؟
دې خلکو ته حکومت دوه ورځې وخت ورکړ چې کورونه دې پرېږدي او بیا وروسته ورغلل او د خلکو کورونه یې ړنګ کړل. پر دې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د هغې سیمې ګڼ اوسېدونکي ژوبل شول او ځېنې پولیسو ونیول او بیا یې ورباندې د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې درج کړې.
د سې شنبې پر ورځ یو اېس اې ای ډي په یوه بیان کې وویل، د افغانستان د سرشمېرنې اداره به د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په مرسته د ۷۴ میلیونه ډالرو په لګښت د سرشمېرنې او اقتصادي سروې چارې تر سره کړي.
نور وښیئ