پراګ - د خبریالانو ساتنې ټولنه (کمېټي ټو پروټیکټ جرنلېسټس) وايي، د ۲۰۱۵ز کال لپاره د رسنیو ازادۍ په نوم جایزې له ملایشیا، سوریې یا شام، حبشې او پاراګوای خبریالانو ته د هغوی مړانې او د خپل کار په ډګر کې د مشکلاتو ګاللو په بدل کې ورکوي.
د خبریالانو ساتنې ټولنې سي پي جې پر داسې مهال د رسنیو ازادۍ انعامونو ورکولو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر ځېنو خبریالانو وسله وال بریدونه شوي دي.
په هغه هېواد کې ځېنې خبریالان وايي، پر رسنیو د فشار زیاتېدو له کبله د بیان ازادي له خطر سره مخامخ شوې.
په اسلام اباد کې د جیو ټیليوېژن خبریال حامد میر چې تېر کال په کراچۍ کې په یوه وسله وال برید کې ژوبل شوی وو وايي، په یوه هېواد کې چې پارلېمان هم ازاد نه وي، هلته به رسنۍ څنګه ازادې شي؟؟:
((په یوه هېوا کې چې عدلیه ازاده نه وي، پارلېمان ازاد نه وي، [هلته به رسنۍ څنګه ازادې شي؟] تاسې راته ووایاست، په جمهوري ډول منتخب حکومت به [پر خبریالانو] څه ډول فشار واچوي؟ له [حکومت] سره څه داسې لار ده؟ هر کس چې ټوپک لري، هغه فشار اچولای شي، نو یا خو له طالبانو سره ټوپک دی او یا له جنرالانو سره. خو دا به درته ووایم چې موږ چې په دې هېواد کې ژوندي یو نو مانا یې دا ده چې ټول پوځ زموږ خلاف نه دی. بس یو څو جنرالان دي چې مسلې پیدا کوي.))
په اسلام اباد کې د بي بي سي اردو خبریال هارون رشید وايي، کله چې پر خبریالانو فشار زیات شي نو ازاد نظر نه تر لاسه کېږي:
((د مثال په توګه، یو طرف ته د پاکستان پوځ دی او بل طرف ته طالبان. [د فشار په صورت کې] که طالبان څه دعوه کوي نو یا به تش د هغوی خبر چلوئ یا چې پوځ څه وايي نو پر هغې به خبر جوړوئ. که تاسو غواړئ چې د یوه ازاد صحافي په حیث زه لاړ شم او پخپله هر څه وګورم او خبر جوړ کړم نو پر هغې دواړه خپه کېږي، نو تاسو بیا هغه ازاد نظر [نشئ ترلاسه کولای].))
که ازاد نظر تر لاسه نشي نو پر ټولنې یا معاشرې څه اغېز لري؟ په ځواب کې یې هارون رشید زیاتوي، په دې نتیجه کې بیا یو داسې حکایت یا بیانیه جوړېږي چې په یوه مسله کې ښکېلې خواوې د خپلو ګټو لپاره له ولس سره لوبې کوي:
((دا خطر پیدا کېږي چې تاسې بیا [په یوه جګړه یا مسله کې د ښکېلو] خواو له اېجنډې متاثره کېږئ او یو بالغ نظر او ازاد نظر نه تر لاسه کېږي. نو د هغې په نتیجه کې یوه داسې بیانیه جوړېږي چې بیا فریقین پر رسنیو د خپلو ګټو لپاره له تاسو [او ولس] سره لوبې کوي.))
خبریال حامد میر وايي، په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ او جمهوري ارزښتونو په لار کې یو خنډ د غربي هېوادونو تګلارو له کبله هم پیدا شوی ځکه چې هغه هېوادونه د حکومت پر ځای پوځ ته زیات ارزښت ورکوي:
((له واشنګټن، لندن، برلېن او فرانسې چې څوک هم راځي هغه اول [د پوځ سر دفتر] جي اېچ کیو ته ځي او بیا وروسته اسلام اباد ته. نو تاسو ته مالومه ده چې [پوځ ته] ټول قوت غربي هېوادونو ورکړی. پوځ له [امریکا او نورو هېوادونو] پیسې اخلي او بیا پر موږ بندیزونه لګوي. بیا له غربه خلک موږ ته وايي، له تاسې سره ډېر زیاتی یا تېری کېږي او پوښتنه کوي چې له تاسو سره څه روان دي؟ نو د پاکستان پوځ له امریکا پیسې اخلي او تګلارې جوړوي. د امریکا پیسې او ملاتړ د دوی اصلي طاقت دی.))
د پاکستان پوځ په بیا بیا له دې تورونو انکار کړی چې ګواکې پر خبریالانو فشار اچوي یا استخباراتي اداره (ای اېس ای) پر خبریالانو په بریدونو او هغوی ته په ګواښونو کې ککړه ده خو د خبریالانو ساتنې ټولنه سي پي جي او د بشري حقونو یو شمېر ډلې دا ګڼې چې په پاکستان کې اېسټیبلېشمنټ د بیان پر ازادۍ او پر خبریالانو محدودیتونه لګوي.