نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د ابوخیلو په سیمه کې ۹۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې. یاده پروژه د امریکا د حکومت په مالي ملاتړ او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې ده. د صبریو د ابوخېلو سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل له دې مخکې دوی د کلي د لوی ډنډ غیر صحي اوبه استعمالولې.
په پکتیا کې د ۲۱۰ز ځوانانو لپاره د خیاطۍ، د موبایل ټېلېفونونو او برېښنايي نظام او الاتو د ترمیم په برخو کې د کسبي زده کړو پروګرام پیل شوی دی.
په ګردېز کې د پلاستيکي کرېټونو کارخانه څنګه کار کوي؟
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو بهرمیشتي افغان پانګوال په خپل شخصي لګښت د مور او ماشوم ۲۲ بستریز روغتون جوړ کړی، چې د سېپټېمبر په ۱۰مه پرانیستل شو.
د خوست د ټنیو ولسوالي د حصارک د لیرې پرتې سیمې اوسېدونکي د سړکونو له خرابولي، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د کرکیلې لپاره د اوبو له کمښته شکایت کوي. که څه هم په تڼیو کې په تېرو دوه لسیزو کې د بیارغونې د پام وړ کارونه شوي
دوی وايي د حیواني ناروغیو د مخنیوي لپاره دې ورسره مشورې او مرستې وشي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ کې کتلای شئ
په خوست کې د زون په کچه د څلورو ولایتونو — پکتیا، پکتیکا، لوګر، او خوست — د فوټسال لوبډلو تر مینځ سیالۍ د لوګر ولایت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. یادې لوبې چې د یوې خصوصي راډیو په کوربهتوب جوړې شوې وې، دویم مقام په کې د پکتیکا لوبډلې ترلاسه کړ.
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د "امن کلتوري ماښام" په نوم په کلني فرهنګي پروګرام کې د دودیزو خوړو ترڅنګ بېلا بېل شیان نندارې ته وړاندې شول. ویډیو رپورټ.
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځايي خلکو لخوا د غلنګ خوړ پر سر د پاخه پل د جوړولو کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی. ځايي خلک وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې یې په بیا بیا د غلنګ پل د اړتیا موضوع له مسوولینو سره شریکه کړې، خو د هغوی د نه پاملرنې له کبله اړ شول چې خپله لاس په کار شي.
په پکتیا کې نندارتون کې کوم شيان ايښودل شوي؟ په دې ويډيو کې یې وګورئ.
په خوست کې ورزشکاران او همدارنګه د سپورټي کلپونو او فدراسیونونو استازي وايي، دوی ته دې په هېواد کې د اساسي لوبغالو او په بهر کې د سپورټي سیالیو اسانتیاوې برابرې شي. دوی له خلکو هم غواړي :
د خوست په ترېزیو کې د ځايي ولسي مشرانو په مینځګړتوب د دوو کورنیو ترمینځ ۱۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. سوله کوونکو وویل چې د دښمنۍ پر مهال یې نه یوازې د کورنیو غړو ته مرګژوبله اوښتې، بلکې د ماشومانو د زده کړو په ګډون یې د ژوند نورې چارې هم زښتې اغېزمنې شوې وې. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د روغو جوړو په لړ کې دا ځل په موساخېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمينځ ۵۰ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په مینځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه. دا دښمني د تره د زامنو ترمینځ د ځمکو او غرونو د وېش پر سر د لانجې له کبله پیل شوې وه. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د "معارف جام" تر سرلیک لاندې د ښوونځیو او مدرسو د زده کوونکو ۳۰ لوبډلو ترمینځ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. د سیالیو منتظمین وايي چې له دې لوبو یې موخه د ښوونځیو او مدرسو ترمینځ واټن ختمول او زده کوونکي د عصري او دیني علومو مطالعې ته هڅول دي. ویډیويي رپورټ.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو ورځو کې سختو ورښتونو او سېلاب ورته زیانونه اړولي دي او چارواکي او نړیوالې ادارې دې ورسره مرسته وکړي.
په خوست کې د ځايي ځوانانو په نوښت د والیبال لوبې روانې دي، چې د خیبر پښتونخوا او همدارنګه د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د والیبال ځینې لوبډلې او لوبغاړي هم په کې ګډون لري.
د تڼیو یو شمېر اوسیدونکو او ځوانانو د فقیراباد په سیمه کې په خپلو امکاناتو او زحمت تفریحي پارک جوړ کړی دی. دوی وايي، مخکې په دې سیمه کې داسې ځای نه و، چې ځوانان پکې راټول شي او خپلې ناستې
په خوست کې په لومړي ځل د بایزید په نوم د لوړو زده کړو انسټیټیوټ د غاښونو د طب یا دندان سازۍ پوهنځی پرانیستی دی. ټاکل شوې چې محصلان په پوهنځي کې پینځه کلنې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
په خوست ولایت کې لسګونه نجونه او هلکان د نیمه لوړو د روغتیايي زده کړو له یو شخصي انسټیټیوټه فارغ شول. دا په داسې حال کې ده
د خوست د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په هلو ځلو د دوو سکه وروڼو د کورنیو تر منځ ۱۶ کلنه زړه دښمني پای ته ورسېده. په دې وروستیو کې په لویه پکتیا او په ځانګړې توګه په خوست
نور وښیئ