دا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی خو يوه موده وشوه چې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. ترک وايي، شاوخوا ۲۰ سندرې يې خپرې کړي چې زياتره ولسي دي. د سني خان ترک خبرې او سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.