دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې په اسلام اباد کې مېشت خبریال او د سياسي چارو شنونکی حسن خان مېلمه کړی دی. نوموړی له ۹۰مې لسيزې راهيسي صحافت کوي. حسن خان وايي، په پاکستان کې جمهوري ادارې کله هم پياوړي کېدو ته نه دي پرېښودل شوي ځکه چې نور قوتونه له دې ګټه پورته کوي.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ یو پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد دی. نوموړی د "هنر کور" په نوم د ښکلیو هنرونو د زده کړې یو مرکز هم چلوي. په خپرونه کې د نوموړي د خبرو تر څنګ د هغه یوشمېر سندرې هم اورېدای شئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې د هېپاټایټس ناروغۍ پر بي او سي ډولونو غږېدلي یو. دا یوه داسې وایرسي ناروغي ده چې د ځیګر د پړسوب یا التهاب سبب کېږي او د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، که پر وخت او سم علاج یې و نه شي نو مرګونې ثابتېدای شي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې د تحریک انصاف د مستقبل جاج اخیستل شوی دی.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په خیبر پښتونخوا کې د مشکوکو وسلوالو له خوا له سوداګرو او نورو شتمنو کسانو څخه د قلنګ يا باج اخیستو موضوع ته ځانګړی شوی دی.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوب پر ارزښت او بې نظمیو غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې سم او پوره خوب ولې د انسان د بدني، دماغي او رواني صحت لپاره مهم دی او که د خوب دورانیه کمه یا کیفیت یې خراب وي، نو څه روغتیايي مسلې زېږولای شي. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اوونۍ مو په مشال تر رڼا لاندې کې په خيبر پښتونخوا کې د جمیعت علما اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند ترمینځ پر اختلافاتو او د صوبې پر راتلونکې سياسي منظرنامې بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د نوښار یوازې د دوو کلیو له ۳۰ څخه ۴۰ زره خټک پښتانه په برتانیا کې اباد دي. خپله ژبه او دود یې خوندي ساتلی او حجرې یې هم ابادې دي. بېرسټر اورنګزېب خټک په مشال مرکه کې هلته د مېشتو خټک پښتنو د ژوند پر بېلا بېلو اړخونو خبرې کوي. مرکه واورئ.
پیمانه اسد لومړۍ افغانه ده چې د برتانيا ښارولۍ حکومت ته منتخبه شوې پیمانه اسد په برتانيا کې هغه لومړۍ افغانه ده چې د ښارولۍ حکومت ته منتخبه شوې ده او هغه هم له هيرو سيمې څخه چې پ
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د بلوچستان د امنیت په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي.
په مشال مرکه کې مو د مفکورې ادارې مشر حيات روغاني ميلمه کړی دی. نوموړي په پېښور کې د پښتو ادب او موسيقي لپاره جوړې ادارې مفکوره مشرۍ کوي.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان حکومت له خوا په انتخاباتي قانون کې د راوړل شوي اييني بدلون ګټه به چا ته رسېږي او د دې هېواد پر راتلونکې سياسي منظر نامه به يې اغېز څه وي.؟
نور وښیئ