دا اوونۍ مو په هارون باچا هنري ګړۍ کې د جنوبي وزیرستان له سندرغاړي شان خان سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسلام اباد کې اوسي او د پښتو تر څنګ یې په اردو ژبه هم سندرې ویلې دي. شان خان د نومیالي سندرغاړي کمال مسید زوی دی. په خپرونه کې د خان د ژوند او هنر په اړه نورې خبرې او سندرې اورېدای شئ.