په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي کالونه تېر شول خو د دوی د لادرکه شویو خپلوانو په اړه ورته معلومات ورنکړای شول. د خیبر پښتونخوا په سوات ضلعه کې د ځینو لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي دغه مسلې ورته ذهني پرېشانۍ جوړې کړي دي.
په تاندې هیلې خپرونه کې په سيمه کې د ځينو لادرکه کسانو د کورنیو له ښځينه غړيو سره مو خبرې کړې دي چې دې مسلې د دوی پر ژوند څومره اغېز کړی؟