په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه په داسې حال کې عام انتخابات اعلان شوي دي چې پخوانی وزیراعظم عمران خان په زندان کې دی، ګوند یې په عدالتونو کې په یوشمېر مقدمو کې مصروف دی او نور ګوندونه هم پر ټاکلي وخت د انتخاباتو کېدو یا نه کېدو په اړه شکونه لري. په مشال تر رڼا لاندې کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی.