د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" کې د قبايلی سيمو د اوسېدونکو پر ټولنيز ژوند د ترهګرۍ ضد جګړې اغېز بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په اختر کې د صحت ښه ساتلو په اړه غږېدلي یو. اورئ چې تر روژې وروسته د خوراک څښاک عمل څنګه عادي حالت ته ستنېدای شي او که څوک، په ځانګړي ډول ماشومان، په اختر کې اسهال یا د دستونو ښکار شي، نو څه کولای شئ. بشپړه خپرونه واورئ.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو دا ځل د صحت نړیوالې ورځې په مناسبت د مریض پر حقونو او په روژه کې د صحت ښه ساتلو په اړه بحث کړی دی. له دې پرته مو د روغتیا په اړه عمومي پوښتنې هم ځواب کړې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيیم غږوونکی او موسيقار زر محمد زرو دی. نوموړي ګڼو پښتنو سندرغاړو او داراز پښتو فلمونو ته سندرې جوړې کړې دي. د زرو خبرې او جوړې کړې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبريال او شنونکی فدا عديل مېلمه کړی دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د بنو دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په پېښور کې خبریالي کوي. دی وايي، اوسمهال د خیبر پښتونخوا تر ټولو لویه مسله امنیت ده چې د هواري لپاره ورسره وفاقي حکومت باید پوره مرسته وکړي. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې د وسلوالو ډلو د له منځه وړلو په اړه د پاکستاني رياست اراده او تګلاره بحث شوی دی.
نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر دې موضوع غږېدلي یو چې صوبه د اب و هوا له کوم ډول بدلون سره مخامخ ده او د تاوانونو کمولو لپاره کومې ستراتیژۍ ته اړتیا ده؟ بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. عزيز وايي، د اسلام اباد په مېوې منډۍ کې خپل وړوکی کاروبار هم لري.
د دې اوونۍ په "مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د خرابو تعلقاتو له وجې په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او پر دوه اړخیزه تجارت پر اغېز بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
سره له دې چې روژه د برداشت، زغم او همدردۍ میاشت ده، په دغه میاشت کې په ټولنه کې زغم نور هم راکم شي او د خلکو تر مېنځ د جنګ جګړو یا ښځو او ماشومانو پر ضد د تشدد پیښې زیاتې رامنځ ته کیږي. ایا د پښتنو په ټولنه کې د زغم یا برداشت د ودې لپاره ولسي او کلتوري اصلاح
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر نري رنځ یا ټي بي غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هر کال د مارچ ۲۴مه د تپ دق یا توبرکلوز په اړه پوهاوي ته ځانګړې کوي. نن په خپرونه کې د دې ناروغۍ د علاماتو، تشخیص او درملنې په اړه مفصل معلومات درکوو. بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی.
نور وښیئ