د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د ګيله من وزير د ژوند هنري اړخ ته ځانګړې کړې ده. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال مخکښ او پېژندلی شاعر وو. په خپرونه کې د ګيله من وزير د شعر، له موسيقۍ سره يې د مينې او د ولسي محبوبيت د لاملونو په اړه د سيمې د پېژندليو سندرغاړو او شاعرانو خبرې اورېدای شئ.