دا اونۍ په روغتیا او درملنه خپرونه کې د ناروغانو د خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت د ښه تشخیص پر ارزښت غږېدلي یو. تاسې به واورئ چې د ښه او سم تشخیص لپاره کومې خبرې ضروري دي او مریض او ډاکتر څه دندې او حقونه لري. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د بلوچستان د وکیلانو اتحاديې مشر منير کاکړ مېلمه کړی دی. نوموړی د پښین دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې وکالت کوي. دی زیاتوي چې د پوځي عملیاتو لپاره ځانګړې شوې پیسې باید د بلوچستان پر ولس او پرمختګ لګېدلې وای. بشپړه مرکه واورئ.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی نصيب ګل دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر اتمې تر جلسې وروسته د هغه ګوند د مشرانو تر نیولو پس وضعیت ته ځانګړې شوې ده. پي ټي ای پر هغه ورځ د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو او امنیت لپاره په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. بحث وګورئ.
په داسې حال کې چې خیبر پښتونخوا صوبه د بدامنۍ په لمن کې ده، د لکي مروت پولیسو پر پولیس سرتیرو د وسلوالو بریدونو خلاف احتجاج پیل کړی دی. هغوی تور پورې کوي چې پوځ او استخباراتي ادارې یې په کار کې مداخلت کوي او که چیرې واک ورکړل شو نو د سیمې امنیت به پر ځای کړي.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د فېزیوتېراپۍ پر اهمیت غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي چې فېزیوتېراپي د وجود د بېلابېلو غړو فعالیت او حرکت ښه کولو، بحالولو او رغولو لپاره کارېږي. دا د طب د بېلابېلو څانګو یو مهم جز یا برخه بلل کېږي. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پښتون قامي جرګې مشر خالد ايوب مېلمه کړی دی. نوموړي د مردان شير ګړ دی او په فلسفه کې يې لوړې زده کړي ترلاسه کړي دي.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی د سوات د مینګورې دی، خو د خپلو هنري کارونو لپاره په پېښور کې اوسي. سواتي وايي، د موسيقۍ زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو کړي. د عمران سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې دا ځل پر دې موضوع بحث شوی دی چې اکثره پښتنې ښځې د سینې سرطان او دا ډول د ښځو ځینې نورې ناروغۍ ولې پټوي او د دې په ویلو کې ولې شرم محسوسوي بشپړه خپرونه واورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ولسونو او سیاسي ګوندونو له خوا د وسلوالو پرضد د "عزم استحکام" په نوم د اعلان شويو پوځي عملیاتو د مخالفت پر لاملونو بحث شوی دی.
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو سندرغاړی نياز خان دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بلوڅو وسلوالو ډلو د زیاتېدونکو بريدونو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
نور وښیئ