د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام او الازهر خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا خپرونه د مشال راډیو یوه ځانګړې خپرونه وه چې په کې د منځلاري اسلام د پرمختګ، ودې او دودولو لپاره د مصر د تاریخي الازهر پوهنتون پر لور بحث شوی وو.

د دې خپرونې په پینځو برخو کې د الازهر پوهنتون پر تاریخ، نصاب، رسنیزو فعالیتونو، د مذهبي او عصري زده کړو نظام، منځلاري اسلام، او په افغانستان او په پاکستان کې د مذهب په نوم د پیدا شوې سختدریځۍ په لاملونو، او د دې سختدریځۍ د ختمولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

د دې خپرونې د جوړولو لپاره د مشال راډیو احمد شاه اعظمي مصر ته لاړ او هلته یې د الازهر پوهنتون له استادانو او زده کوونکو سره خبرې وکړې.

د دې خپرونې ټولې پینځه (۵) برخې تاسې پر دې پاڼه اورېدای شئ.

XS
SM
MD
LG