د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې ټرافیکي پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي، ۹ ژوبل دي


خيبر پښتونخوا کې هر کال ټرافيکي پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي ـ انځور له ارشيفه
خيبر پښتونخوا کې هر کال ټرافيکي پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په کرک کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي او نهه ژوبل دي.

د کرک د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند محمد اصف مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۱۵مه په لکي غونډي سیمه کې پر اباسين لويه لاره (انډس هايوې) د مساپرو وړونکي ګاډي او ټرالر تر مینځ ټکر وشو چې ۱۰ کسان پر هغه ځای ووژل شول.


نوموړي زياته کړه، پېښه هغه وخت وشوه کله چې ټرالر د مساپرو پر ګاډي ورغلی.

د هغه په خبره، تر پېښې وروسته ځينې مساپر په ګاډي کې بند پاته ول چې د ژغورنې ادارې کارکوونکو راوایستل او روغتون ته يې ورسول.

د ژغورنې ادارې ویاند وايي چې وژل شویو کې زیاتره د شمالي وزیرستان ول.

بلخوا په ژوبلو کې د پينځو کسانو حالت د اندېښنې وړ وو چې وروسته پېښور ته ولېږدول شول.

تر دې وړاندې، د اپرېل پر پينځمه د خیبر پښتونخوا په شانګله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

د مارچ پر ۲۷مه هم په شانګله په يوه ټرافيکي پېښه کې پينځه کسان وژل شوي او درې ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د جنورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې د ګاډو ټکر په پېښه کې اته تنه ووژل او ۱۳ ژوبل شول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پای کې په سیند او پنجاب کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG