په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ویلي دي چې هېواد یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه کې له اسلام اباد سره مرسته کوي. نوموړي د نومبر پر ۱۱مه وویل چې په دې مقصد امریکا په پاکستان کې په جدیدو طریقو د کښت لپاره پینځه کلن کیمپېن پیل کړی دی. نور په رپورټ کې.
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري قاضي یحیا اپرېدی د سپریم کورټ د مشر قاضي په توګه ټاکلی دی. نوموړی د پارلېمان ۱۲ کسیزې کمېټۍ په غوڅ اکثریت هغې درې کلنې دندې ته نومولی وو.
د اکتوبر ۱۷مه پر نړیوال کچ د غربت ختمولو ته ځانګړې شوې ده. د دې ورځې د لمانځلو موخه په نړۍ کې د بې وزله خلکو د ژوند ښه کولو لپاره اقدامات پورته کول دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په ټولو صوبو کې هم د چينايانو د امنيت لپاره زرګونه پولیس ګومارل شوي او د چينايانو د خوندیتوب لپاره ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده.
د خیبر ضلعې د لواړګي (لنډي کوتل) زده کوونکي وايي چې له پېښور پوهنتون سره تړاو ختمېدل او له فاټا پوهنتون سره الحاق نه مني. هغه پوهنتون د وفاق تر انتظام لاندې د پخوانیو قبایلي سیمو یا فاټا په نوم نومول شوی دی. نور په رپورټ کې.
د خیبر ضلعې د جمرود په رېګلي للمه کې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم په روانه جرګه کې نه یوازې د پښتنو پر ستونزو او د هغو پر حللارو بحثونه روان دي بلکې هلته لنډمهالي کاروباري هلې ځلې هم زیاتې شوې دي. لیکوال علي ارقم هم هلته ورغلی وو او له مشال راډیو سره یې د سترګو لیدلی حال شریک کړ.
هرکال د اکتوبر ۱۰مه د ذهني یا رواني روغتيا د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. د روغتيا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) د دې ورځې په مناسبت پر خپله ووبپاڼه ورکړي چې سږ کال دغه ورځ د کار په ځایونو کې د رواني صحت د ښه ساتلو له پیغام سره لمانځي.
د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه. د کورنیو چارو وزارت په دې اړه په يوه فرمان کې وویل چې د ترهګرۍ د مخنيوي قانون له مخې غورځنګ ناقانونه ګرځوي.
مشاهد حسین سید وايي د بیجنګ هغې سپارښتنې خفه کړ، ځکه چې په وینا یې، که دا "په واشنګټن، لندن یا پراګ کې خپره شوې وای نو ما به ویل چې کېدای شي غربي هېوادونه د پاکستان له داخلي یا شاوخوا حالاتو وېرېدلي دي خو یو ملګری، ګاونډی هېواد یې چې خپره کړي، نو دا د خفګان خبره ده."
اسراییلو د حماس د "ختمولو" ژمنه وکړه او د هغو عملیاتو پر مهال په غزې تړانګه کې ولسي وګړو او زېربنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیان رسېدلی دی. غزه د نړۍ له تر ټولو ګڼ مېشتو سیموه یوه ګڼل کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته