د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې د ایران اټومي تړون پر قرارداد د رایې اچونې په اړه جان کیري وویل، د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر تړون د باور ښکارندويي وکړه
د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو پر کانګرس غږ کړی چې دا موافقه دې نه منظوروي خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د دې معاملې دفاع وکړه.
ډېپلوماټان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د ګل پر ورځ د ایران اټومي تړون قرارداد په اړه رای اچونه کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، دا به ډېر نامسوله ګام وي چې له دې تړونه یو څوک پر شا شي.
د امریکا، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او فرانسې مرکچیانو د تېرې اوونۍ پر مهال له ایراني لوري سره مسلسل خبرو ته دوام ورکړ او په پایله کې شاوخوا ۱۳ کلن بحران پای ته ورساوه.
د کس پرته دغه بېړۍ ۲۳ سوه کلوګرامه اکسيجن، خواړه، ساينسي الات او خشاک بار ول.
په یونان کې نن خلک د یو ریفرنډم « نظر پوښتنې » د لارې دا پریکړه کوي چې د اروپايي ټولنې د مشرانو لخوا وړاندیز شوی اقتصادي اصلاحات دې ومني او که دا پلان رد کړي. د رد کولو په صورت کې به ښايي یونان د اقتصادي بحران سره مخ شي او له « یورو زون » څخه ووځي.
د روسیې دې لوړپوړي مرکچي دا هم وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو تهران ته سفر په مذاکراتو کې د موضوع د ((لا روښانولو)) مرسته وکړه.
په شام کې د امریکا په مشرې د اېتلافي ځواکونو په برید کې د اسلامي دولت ډلې یو مشر وژل شوی چې د ((ځانمرګو بریدګرو امیر)) په نوم پېژندل کېده او په عراق او شام کې یې د جګړې لپاره بهرني وسله وال استخدامول.
د تیونس د سوس پر سیلاني ساحل په برید کې درې ایرلینډیان، یو بېلجیمی، یو پرتګالی او یو جرمن هم وژل شوي ول.
د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د سشنبې پر ورځ د امریکا له کانګرسه وغوښتل چې په نړۍ کې د وړیا تعلیم ملاتړ وکړي.
نن په هندوستان او د نړۍ په ګڼ شمېر هيوادونو کې زرګونو د « يوګا » مينه والو د دې ورزش په کولو سره د يوګا لومړۍ نړيواله ورځ ولمانځله.
نور وښیئ