د ملګرو ملتونو د ایټمي انرژۍ د څارنې ادارې مشر یوکیاامانو به نن [یک شنبه] ایران ته ځي.ملګرو ملتونو ویلي چې یوکیاامانو به له لوړ پوړو ایراني چارواکیو سره خبرې وکړي او دا به هم وګوري چې ایران له نړیوالو ځواکونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون تر کومه حده عملي کړی دی.