د خیبرپښتونخوا په مردان کې د غلاوو او د ټوپک په زور د پیسو د پېښو تر زیاتېدو وروسته دکاندارانو ځان سره وسلې ساتل شروع کړي دي. دکانداران وايي په زور د پیسو اخیستو پېښو له وجې اوس خلک دکانونه وختي بندوي نو ځکه کاروبار خراب شوی دی. پولیس وايي دوی د امنيت برابرولو لپاره ټينګ کامونه اخیستي دي.