په اذربایجان کې د اقليمي بدلون په اړه نړيواله غونډه به د نومبر له يوولسمې تر دوه ویشتمې روانه وي
د انګلستان په برمنګم ښار کې د کېکونو مېله شوی ده چې پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کېکونو جوړولو هنرمندانو خپلې هنري نمونې نندارې ته اېښې وې
په داسې حال کې چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د بجلۍ له کمبوت سره لاس او ګرېوان دی، په دغه هیواد کې د شمسي بجلۍ بازار ګرم دی.
پاکستان تحریک انصاف د نومبر په نهمه په صوابۍ کې احتجاجي جلسه وکړه، چې موخه یې د عمران خان او د ګوند د نورو غړو له جېلونو د راخوشې کولو غوښتنه وه. په جلسه کې د نورو صوبو پلویانو هم ګډون کړی
په کراچۍ کې د نومبر په نهمه نرښځیانو د خپلو حقونو لپاره د نرښځیانو فېسټیول په نوم دستوره وکړه، چې د کراچۍ ترڅنګ د هېواد له نورو برخو څخه ګڼ شمېر نرښځیانو او مدني فعالانو پکې ګډون وکړ. دوی په میراث کې د حق غوښتنه کوله.
د پاکستان لاهور ښار دا مهال د نړۍ یو له تر ټولو ککړه هوا درلودونکی ښار ګرځول شوی دی. بلخوا د دغه ښار اوسېدونکي وایي، ککړې هوا یې ورځنی ژوند متاثره کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ککړې هوا له وجې په لاهور کې پرایمري سکولونه د نومبر تر ۱۷مې پورې تړل شوي دي. په دغه اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.
په کوټه کې د نومبر پر نهمه سهار د اورګاډي په تمځای کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي او ۵۳ نور يې ژوبل کړي دي. پوليس چارواکي وايي، داسې ښکاري چې دا يو ځانمرګی بريد وو خو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. په دې اړه ګل اياز د مشال راډيو او اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو راپور جوړ کړی دی.
په دا وروستيو کې په سعودي عربستان کې د فلمونو لپاره نوې سټوډيوګانې پرانيستل شوي چې مقصد يې عربي او نړيوال فلم جوړوونکي دغه هېواد ته راجذبول دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ راپور.
چارواکي وايي، د ماونټ لیو توبي لاکي لاکي په نوم په غره کې د اورشیدونکي غر یا اتش فشان د چاودېدو له کبله تر ۸,۰۰۰ پورې د اور لمبې په هوا کې پورته شولې. چارواکي دا هم وايي چې د خلکو خوندي سیمو ته د رسولو کار یې پیل کړی دی د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ:
د امریکا د نومبر پینځمې د ولسمشريزو انتخاباتو په پايله کې د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ د زياتو رايو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی. نوموړي د خپل انتخاباتي کېمپين پر مهال ژمنه کړې وه چې که دی ولسمشر منتخب شي نو د اوکراین جنګ به پای ته ورسوي.
د امریکا د اوهایو ریاست ۳۹ کلن جېمز ډېويډ وېنس د رېپبلېکن ګوند لخوا د مرستیال ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي او د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې به د خپلې دندې لوړه کوي. وېنس وروسته تر هغې د سياست لاره خپله کړه چې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه یې د کتاب په ليکلو سره شهرت وموند.
په پاکستان کې پر مېشتو چینایانو یوه بله حمله شوې ده. د نومبر د پینځمې برید د یوې کارخانې ساتونکي کړی چې پکې یې دوه چینایان ژوبل کړي دي. پولیس وايي بریدګر تښتېدلی دی او پلټنې روانې دي چې پېښه ولې او څنګه وشوه. د اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نور وښیئ