د پاکستان د ګټو یا عوایدو وفاقي ادارې (فېډرل بورډ اف رېوېنیو یا اېف بي ار) ویلي دي چې د ټیکسونو نه ورکولو په تور یې د شاوخوا ۲۱۰،۰۰۰ کسانو د موبایل ټېلېفون سېمونه بند کړي دي. ادارې ویلي دي چې له هغو څخه یې د ځینو کسانو سېمونه د مالیې تر ورکولو وروسته خلاص کړل.