د کوټې د پولیسو مرستيال مشر غلام اظفر مهیسر تر پېښې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، د پولیسو د ځواک هغه ګاډی په نښه شوی چې د پولیو يا ګوزڼ د روان کيمپېن د امنیت ساتلو لپاره یې سرتېري لېږدول.
احتجاج تر هغې وروسته پیل شوی چې د بلوچستان حکومت د نومبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې پښین ضلع یې په دوو برخو وېشلې ده. د حکومتي اعلان له مخې، اوس به پښین یوه ضلع وي او دویمه هغه به کارېزات برښور نومېږي.
د محمود خان اڅکزي له خوا د یاد ګوند د مرکزي کمېټۍ د ایستل شویو غړيو شمېره ۳۹ ده چې مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت پکې وار له مخه ایستل شوي ول. په نویو ایستل شویو غړيو کې محمد عیسا روښان، یوسف خان کاکړ او نصرالله خان زېری هم شامل دي.
شوکت یوسفزي دا هم وویل چې د ده د معلوماتو له مخې، د دې کان کېندونکيو تښتونکي د سکرو د کانونو له کمپنیو قلنګ غواړي.
په ټولنیزو رسنيو کې ځينو خلکو ليکلي چې پاکستان د چمن - سپين بولدک لارې د طالبانو لخوا د بریدګر تر سپارلو وروسته خوشې کړې ده خو طالب چارواکي دا نه مني.
حاجي شفیق العالم معذوریار په ۱۹۵۸ز کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک کې زېږېدلی وو چې وروسته یې کورنۍ چمن ته کډه شوه او نوموړي خپل ټول ژوند په کوټه کې تېر کړ. نوموړی په درې کلنۍ کې د سترګو له دیده بې برخې شوی وو.
د اسلام اباد های کورټ د معلوماتو غونډولو کمېټۍ غړو د ورکو بلوڅانو له کورنیو او وکیلانو سره لیدلي دي. د نومبر ۱۵مې د ملاقاتونو موخه د ورکو بلوڅانو په اړه معلومات غونډول دي. هغه کمېټي به د روان کال تر ډېسېمبره خپل معلومات های کورټ ته وړاندې کوي. دا ځانګړی رپورټ د یوه ورک بلوڅ د ورور په غږ پیلېږي.
دغه دروازه د نومبر پر ۱۳مه تر هغه وروسته بنده کړل شوه چې په ظاهره يو مشکوک طالب وسله وال د پاکستان پر پوله ساتو سرتېرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
د طالبانو او پاکستان حکومتونو تر اوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. اوسمهال ډزې درېدلي دي خو لاره د هر قسم تګ راتګ لپاره بنده شوې ده. په چمن کې د پاکستان سرحدي انتظامیې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې تر هغو چې طالبانو ډزې کوونکی کس نه وي نیولی یا یې دوی ته نه وي سپارلی، لار نه پرانیزي.
د سويي سدرن ګیس کمپنۍ په نوم د صوبې د ګیس د لېږد ادارې يو چارواکي عزیز خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې کوښښ کوي هغه مسله ژر هواره کړي او ټولو سيمو ته د خلکو د ضرورت مطابق پوره ګیس ورکړي.
تازه پېښه د نومبر پر لومړۍ او دوې پېښې د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه شوې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته