د وژل شوي خبریال کشر ورور اسفند يار وايي، د ورور مقدمه يې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې وه او پوليسو د هغه په وژنه کې تورن دوه کسان نیولي ول چې یوه پکې زنانه هم وه او یو بل تن بیا اشتهاري ګرځول شوی وو.
کله چې مظاهره روانه وه نو د زهري خسر هم ورغی او هلته یې اعلان وکړ چې له یوه نامعلومې شمېرې ورته ټېلېفون وشو او ورته یې ویلي ول چې خپله لور دې یوسي. دی وايي، چې کله ورغی نو رشیده بي بي د هوايي ډګر (اېیرپورټ) پر سړک "یوازې ولاړه" وه .
کوهلو سیمه له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۲۷ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ده. ای اېس پي ار پرمخ لیکلي چې په هغه سیمه کې د "ورانکارو" خلاف د پوځ عملیات دوام لري.
مولانا هدایت الرحمان د جماعت اسلامي یو ځايي مشر دی خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې وخت پر وخت په ګوادر کې یې ولسي احتجاجونه کړي او ګڼو خلکو یې ملاتړ کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د فرورۍ پر دویمه پر ټویټر لیکلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځلو لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.
راپورونه وايي چې په بلوچستان کې دا ډول پېښې د ګېس د فشار کمېدو له امله کېږي. البته په کوټه کې ځيني کارپوهان وايي چې خلک هم د ګېس په استعمال کې احتیاط نه کوي.
د پولیسو په وینا مړه شوي کسان د افغانستان سره تعلق لري، ازبک ټبره دي او په کوټه کې یې د پرچون دوکان کاوه او پکې به اکثره د شپې پاتې کېدل.
عبدالقدوس بزنجو د جنورۍ پر ۲۰مه رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې تور پورې کړی دی چې وفاقي حکومت هغې صوبې ته له اېن اېف سي څخه د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال له ۱۵ څخه تر ۲۰ اربه او د روان مالي کال (۲۰۲۲-۲۳ز) ۳۰ اربه روپۍ نه دي ورکړې.
په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.
په کوټه کې د رېلونو ادارې مشر فرید احمد مشال راډیو ته ویلي دي چې جعفر اېکسپرېس چې له مچه د پېښور پر لوري روانېده نو ټولې نهه بوګۍ (ډبې) یې لرلې. د ده په خبره، په اورګاډي پورې پینځه نورې ډبې په سېوۍ کې ورپورې ولګېدې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته