نوموړي د نومبر پر لومړۍ نېټه ماښام په سوات کې یوې خبري غونډې ته وویل پکار ده چې د وزیراعظم عمران خان حکومت ژر تر ژره ختم شي.
د یاد وزارت په وینا، د طالبانو حکومت ورسره له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د تلوونکي ګیس پایپ لاین یا تاپي پروژې د مکمل کولو او خوندیتوب ژمنه کړې ده.
نوموړی د اکتوبر پر ۲۸مه په یو بیان کې وویل چې د سوډان پوځي چارواکو ته یې پیغام خورا څرګند او روښانه دی او هغه دا چې سوډانیانو ته باید د سوله ایز احتجاج اجازه وي او ولسي عبوري حکومت باید پر خپل ځای کړل شي.
سوپکو ویلي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه باید په تېرو څو کالونو کې د امنیتي وضعې په اړه خپل ټول داخلي راپورونه، سفارتي لیکونه او نور مواد ولس ته څرګند کړي.
نوموړی په روم کې د نړۍ د ۲۰ صنعتي هیوادونو یا جي ۲۰ په سرمشریزه کې ګډون کوي، د ایران د اتومي پروګرام په سر له خپلو اتحادیانو سره خبرې کوي او په واتیکان کې له پاپ فرانسیس سره ملاقات لري.
یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې اکتوبر پر ۲۹مه د بنو ترهګرۍ ضد سیمییزو پولیسو د شمالي وزیرستان په سپین وام بوبلي سیمه کې د خفیه اطلاعاتو پر بنیاد عملیات کړي او دوه وسله وال یې وژلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پالیسي په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کولین کال د اکتوبر پر ۲۶مه د سېنېټ د پوځي خدماتو کمیټې ته وویل چې داعش ډله دا نیت لري او ښايي د شپږو میاشتو په ترڅ کې دا توان ترلاسه کړي.
نور وښیئ