دولتي مطبوعاتو ویلي چې حمله د سینا له مرکز العریشه په څلوېښت کیلومټره واټن کې په پرته سیمه بیېرالعبد کې پریوه جومات وشوه.
نیورت په خپل بیان کې ویلي دي، ”پاکستان حکومت باید دا باوري کړي چې حافظ سعید ونیسي او هغه په جنایتونو تورن کړي.“
د لبنان وزیراعظم سعد حریري بیروت ته په رسیدو خپلو ملاتړو ته د وینا په وخت اعلان کړی دی چې د اوس لپاره خپله استعفا بیرته اخلي.
روسیه، ایران او ترکیه په شام کې د شپږ کلنۍ کورنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره د شامي حکومت او مخالفو ډلو تر منځ د یو کانګرس په جوړولو رضا شوي دي.
راتکو ملادیچ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د هغه د دښمنانو له لوري د "بوسنیا قصاب" بلل کېده.
پوتین او اسد تېر وار په مسکو کې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شلمه یواځې تر هغه څو اوونۍ وروسته وکتل چې روسيو پوځیانو په سوریه کې عملیات پيل کړل. هغه وخت سوري ځواکونه د مخالفینو په ځپلو کې کمزوري ول.
د لبنان وزيراعظم سعد الحریري د فرانسې ولسمشر اېمانول مېکرون سره د سیاسي بحران په اړه خبرې کړي. نوموړي د خالي په ورځ له سعودي عربه فرانسې ته ولاړ.
د زمبابوې پوځ وايي چې له ولسمشر رابرت موګابې سره له واکه د لاس اخیستو په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی...
د نومبر په ۱۵مه پوځ په سرکاري ټيليویژن قبضه وکړه او حکومتي ودانيو ته تلونکې لاري يې بندي کړې.
د عراق او ایران پولې ته په نږدې سیمو کې ژغورونکې ډلې او ناهېلې کورنۍ د زورورې زلزلې نه پس د پرېوتو ودانیو په منځ کې د ژوندي پاتې کسانو په لټون بوخت دي. زلزلې په دواړو هیوادونو کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان وژلي دي.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران له پولې سره نېږدې په زوروه زلزله کې له ۳۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ٢٥٠٠ ډېر نور ټپيان شوي دي.
د چین ولسمشر په ۲۰۱۳م کال کې د (یوې کړۍ ـ یوې لارې) پروژه پرانیسته. د دې پروژې له مخې به چین د بندرونو، اورګاډو، سړکونو او سرمایه کارۍ له لارې له افریقا، ایشیا او اروپا سره وتړل شي.
نور وښیئ