په پاکستان کې د جون له نيمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو ۱،۷۰۰ کسان وژلي خو ملګرو ملتونو ويلي چې له ولاړو اوبو پيدا شويو ناروغيو مرګونه به تر دې لا ډېر وي. سېلابونو تر ټولو دېر نقصان په سيند صوبه کې اړولی. هلته په زرګونو کورنۍ کډوالې شوې چې په کیمپونو کې دېره دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.