د افغانستان د خوست اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې هغوی دې په ښار کې د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د پېر او پلور مخه ونیسي. د هغوی په وينا، دا ډول توکي دوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي او وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د ځانونو د درملنې توان هم نه لري.