د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه ويلي دي چې په خيبر کې د اکتوبر پر ۱۱مه پيلېدونکې جرګه به بريالۍ وي. نوموړي تېره شپه په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پشتين سره يو ځای خبريالانو ته وويل چې هغه د اعلا وزير په حيث به د جرګې د قراردادونو د عملي کولو لپاره پر هر دريځ غږ پورته کوي.