د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د اسلامي دولت وسله والې ډلې د "خراسان څانګې" مشر اسلم فاروقي یې نیولی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست د اپرېل پر څلورمه په یوه بیان کې ویلي چې په یو لړ عملیاتو کې په نیول شویو کسانو کې په معاذ مشهور قاري زاهد او په ابو طلحه پاکستاني مشهور سیف الله هم شامل دي.
د ریاست یوې یوې سرچینې د اپرېل پر څلورمه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اسلم فاروقي چې اصلي نوم یې عبدالله اورکزی دی، د اسلامي دولت (داعش) ډلې له ۱۹ نورو وسله والو سره نیول شوی.
د ریاست بیان وايي، فاروقي په خپلو لومړنیو اعترافونو کې له سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو سره د داعش د خراسان ډلې د پراخو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنیت ریاست البته دا نه دي ویلي چې د داعش ډلې د مشر په ګډون نور وسله وال چېرې او کله نیول شوي او همداراز دا یې هم نه ده روښانه کړې چې فاروقي د کومو هېوادونو له استخباراتي سازمانونو سره د اړیکو اعتراف کړی.
بیان البته ویلي چې فاروقي د قبایلي اورکزیو د اخوندزادګانو سیمې اوسېدونکی دی او پخوا یې د داعش ډلې لپاره د پېښور د پوځي مشر او د ننګرهار د اچین په عبدالخېل دره کې یې د داعش ډلې د قوماندان په توګه فعالیت کاوه.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خبره، دی د ابو سعید باجوړي تر وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې د والي په توګه ټاکل شوی وو او له لشکر طیبه، حقاني شبکې او ځینو نورو "ترهګرو" ډلو سره یې نېږدې اړیکې لرلې.
داعش ډلې په وروستیو کې په کابل او د افغانستان ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر ځانمرګي حملې او چاودنې کړې دي.
د مارچ پر ۲۵مه، په کابل کې د سېکانو پر درمسال د حملې ذمه واري چې پکې ۲۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، هم داعش ډلې منلې.
تر دې مخکې، داعش ډلې د مارچ پر شپږمه د کابل په لویدیځ کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو د حملې ذمه واري هم منلې چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.
د فېسبوک تبصرې