د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان ولس يو ځل بيا د ړنګو کورونو د معاوضو غوښتنه کړې


جنوبي وزيرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د پوځي عملياتو پر مهال زرګونه کورونه زيانمن شوي ول ـ انځور له ارشيفه
جنوبي وزيرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د پوځي عملياتو پر مهال زرګونه کورونه زيانمن شوي ول ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د بر جنوبي وزيرستان ولسي مشران او د بلدياتي حکومتونو منتخب استازي وايي چې د هغې ضلعې زرګونو هغو کسانو ته معاوضې لا هم نه دې ورکړل شوي چې کورونه يې د ۲۰۰۹ز کال په پوځي عملياتو کې ړنګ شوي ول.

يو ځايي مشر سليم مسيد د ډېسمبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل، د بر جنوبي وزيرستان ۱۰۹،۰۰۰ خلکو ته ټوکنې ورکړل شوي چې ورڅخه يوازې ۴۷،۰۰۰ خلکو يې پيسې ترلاسه کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د سيمې غريب خلک په خپلو ړنګو کورونو کې اوسېږي او نه مرکزي حکومت او نه يې هم صوبايي حکومت غږ اوري.

د جنوبي وزيرستان سروېکۍ تحصيل چېرمېن شاه فيصل غازي مشال راډيو ته وويل چې حکومت ژمنه کړې وه چې د هر ړنګ شوي کور څښتن ته به څلور لکه روپۍ ورکوي، خو د نوموړي په خبره چې زرګونه خلک هغې مرستې ترلاسه کولو ته لا هم انتظار باسي.

بلخوا په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان منتخب استازی اصف خان ادعا وکړه چې د حلقې د اغېزمنو خلکو لپاره يې معاوضې ځکه نه شته چې مرکزي حکومت صوبايي حکومت ته پيسې نه ورکوي.

د جنوبي وزیرستان خلکو تر دې مخکې هم د ړنګو کورونو د معاوضو موضوع راپورته کړې او په هغه لړ کې يې احتجاجونه هم کړي دي.

ځايي انتظامیې مشال راډيو ته په وروستيو کې ويلي ول چې ځينو کورنيو ته یې پیسې ورکړې دي او پاتې هغو ته به یې هغه مهال ورکړي چې صوبايي یا مرکزي حکومت ورته پیسې ولېږدوي.

خو د بر جنوبي وزيرستان مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۶مه وويل چې که معاوضې ژر ور نه کړل شوې نو پراخ احتجاج به پيل کړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې تر عملیاتو وروسته به اغېزمنو خلکو ته د ړنګو او زیانمنو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي او د کرنیزو ځمکو په بیا سمسورولو کې به ورسره مرسته کوي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د يوشمېر قبايلي ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجونه کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG