د بلوچستان اعلاوزیر ویلي دي چې د چاغي د هغې پېښې د پلټنو لپاره یې ګډه تحقیقاتي ډله ټاکلې چې پکې یو ډرېور وژل شوی او اووه کسان ژوبل شوي ول. خو په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو سیاستوالانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د پېښې پلټنې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.
د اپرېل پر ۱۹مه په اسمبلۍ کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ غړي احمد نواز وویل چې د پېښې څېړنې دې وشي او په مرګ ژوبله کې دې ککړ کسان سزا شي.
په همدې حال کې د اپرېل پر ۲۰مه پر څلورمه ورځ هم په چاغي کې د ډرېورانو احتجاج روان دی. دوی وايي، د اپرېل پر ۱۶مه د اېف سي ځواک سرتېرو د مال وړونکو ګاډو د تالاشۍ پر وخت په ډزو کې یو ډرېور حمید الله بلوڅ وواژه او وروسته یېپه احتجاج کې هم اته ډرېوران ژوبل کړل.
اېف سي ځواک لا د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او چارواکو یې په دې اړه د مشال راډیو پر رابطو سربېره له ځواب ورکولو ډډه کړې.
خو د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو د اپرېل پر ۱۹مه د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د چاغي د پېښې په اړه یې د سیمې له چارواکو رپورټ غوښتی چې پکې راغلي چې یو ډرېور په ایراني ګاډي کې له افغانستانه وراوښتی وو او چې کله ورته ځواکونو د درېدو اشاره وکړه نو هغه امر و نه مانه چې په ځواب کې یې سرحدي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.
نوموړی تر پېښې وروسته په احتجاج کې د ژوبلو شمېر کم ښيي.
لانګو زیاته کړه چې د ډزو پرمهال اووه کسان ژوبل شوي ول او بیا وروسته په احتجاج کې د تاوتریخوالي له وجې پینځه نور کسان هم ټپیان شول.
په همدې حال کې، د بلوچستان مشر سېکرټر مطهر نیاز رانا د اپرېل پر ۱۹مه له نورو چارواکو سره چاغي ته ورغی او هلته یې د وژلي ډرېور حمید الله بلوڅ له کورنۍ سره لیدلي.
د بلوچستان حکومت وايي، د چارواکو پلاوي په سیمه کې د امنیت جاج هم اخیستی او هلته یې امنیتي چارواکو ته د غیر ضروري پوستو د ختمولو امر کړی دی.