خوست ـ د خوست ښار جنوب لوري ته د خاورینو غونډیو د پاسه د تخته بیکې دوې تاریخي او پوځي کلاګانې، چې خواوشا ۱۰۰ کاله يې له جوړولو تېریږي، د ړنګېدو په حال کې دي.
که څه هم د دې ودانیو د جوړولو کره وخت نه دی ثبت شوی او په خوست کې پدې اړه له روایاتو وراخوا اسناد نه دي پاتې شوي، خو د مخکینو خلکو په خبره ممکنه ودانیزې چارې يې د محمدنادرشاه د سلطنت پر مهال پيل شوي او تر لسو کلونو ډېره موده يې نیولې وي.
د دې کلاګانو تر منځ یوې او بلې غونډۍ ته تر ۸۰۰ میترو پورې په پاخه او اساسي ډول تونلونه جوړ شوی، چې پلي کسان پکې له تکلیف پرته د ځمکې لاندې تګ او راتګ کولی شي، خو اوس د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي دي.
د تخته بیکې اصلي ودانۍ د پخو خښتو په واسطه د کمان او ګمبدو په شان جوړې شوي، تر دوه مترو پورې پلن دیوالونه لري او په چتونو يې لرګي، اوسپنه، ګاډر او یا کوم بل څه نه دي استعمال شوي.
د نومبر پر ۲۴مه، د خوست والي محمد حلیم فدايي چې د یو تخنیکي ټیم په ملتیا دې کلاګانو ته ورغلی وو، مشال راډیو ته وویل، د دوی هڅه داده، چې د تخته بیکې د کلاوو اساسي رغونه د نوي مالي کال په پرمختیايي بودیجه کې ونیول شي.
د خوست والي زیاتوي، دا کلاګانې له تاریخي، سیاحتي او خوست پېژندنې له نظره د اهمیت وړ دي.
د تخته بیکې کلاوې د خوست د ساتنې لپاره مهم موقعیت لري او ټول خوست ښار ورلاندې دی، له دې ځایه د دې ښار له هرې سیمې په اسانۍ څار او ترصد کیدلی شي.
د ځینو روایاتو پر بنسټ چې د دې کلاوو کار په خوست کې د نائیب الحکمه فیض محمدخان لوګري د مشرۍ په وخت کې سرته رسیدلي او پدې کې د کابل معمارانو او انجینرانو کار کړی دی.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابدااتو مسوول سیدقابیل شاه میاخېل وايي، چې د تخته بیکې د ودانیو د رغونې وړاندیز يې اړوند وزارت ته ډېر مخکې کړی دی.
ده وویل، یاد ابدات د لمنځه تللو په حالت کې دي او باید ورغول شي.
کله چې د تخته بیکې د کلاګانو جوړولو او د ځمکې لاندې د بلنداژونو او سمڅوپیاوړي جوړښت ته وکتل شي، مالومیږي، چې یوه پیړۍ مخکې افغانستان یو ډېر پیاوړی او د وسایلو او ودانیو له لحاظه سمبال پوځ درلود.
پدې کلا کې د ځمکې لاندې داسې وسله تونونه موجود وو، چې د هغه وخت د خلکو په خبره د خوست د پوځي ګارنیزیون تر سقوطه يې وسلې او تجهزات کم نشول.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې دا د خوست یوه مهم وسله تون وو او د شورویانو د ګاډو او د سرتیرو کمربندونه او د اوسپنیزو خولیو نښې پکې تر اوسه پاتې دي.
مدني فعال عبدالولي واحدزی وايي، د تخته بیکې له ودانیو مالومیږي، چې خوست له ډېر پخوا د اهمیت او د وخت د زمامدارانو د پاملرنې وړ سیمه وه.
ده د ارګ له عملیاتي واحد او یونسکو له نړیوال سازمان وغوښتل، چې د دې ودانیو اساسي رغونې ته اقدام وکړي.
د حاجي نورالله په نوم د متون د قوم یو سپین ږیری چې د تخته بیکې د کلاوو ابادول يې په خپله لیدلي وايي، ماشوم وو، چې پلار د غنمو د مالیاتو په تحویلۍ پسې دې ځای ته ولیږه، نو ده ولیدل چې دلته ټولې کوټې کمان شکله پټې شوي او د پاسه يې نور څه پرې نه دي اچولي.
ولسي شاعر اغاجان منګل چې څلور لسیزې وړاندې د ښوونځي د ویلو په وخت کې دا کلا لیدلی وايي، پخوا د دې کلا د ښکلا لپاره ځانته انتظام وو، عسکرو به هر کال په پسرلي کې رنګوله او دوامداره کار په کې روان وو.
د تخته بیکې له پخو، سترو او پیاوړو پوځي کلاوو د وخت حکومتونو په مختلفو برخو کې ګټه اخیستې ده.
لدې کلاوو په وروستیو شلو کلونو کې د جیل او محبس استفاده هم شوې ده.
د تخته بیکې کلا اوس ډیرې برخې ویجاړې او خرابې دي، جوړ ځایونه يې هم د استوګنې نه دي. له دې کلا اوس تر ډېره د ګودامونو استفاده کېږي او د کتونکو په وینا که اساسي رغونې ته يې پام ونشي، ممکن په بشپړ ډول له استفادې ولویږي.
د تخته بیکې کلا ټوله سیمه شاوخوا ۴۰۰ جریبه مساحت لري، چې د دفاع وزارت ملکیت ګڼل کیږي.
د فېسبوک تبصرې