د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت پر محسن داوړ او علي وزیر د خړ کمر پېښې مقدمه ختموي


پر داوړ او وزیر مقدمه د خړ کمر تاوتریخوالي پر سر جوړه شوې
پر داوړ او وزیر مقدمه د خړ کمر تاوتریخوالي پر سر جوړه شوې

د خیبر پښتونخوا په بنو کې یو لوړپوړی امنیتي چارواکی وايي، حکومت په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو پر غړو د خړ کمر د تاوتریخوالي مقدمې ختمولو پرېکړه کړې ده.

دې چارواکي د جولای پر ۱۴مه، له رسنیو سره د اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پارلېمان غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو محسن داوړ او علي وزیر پر وړاندې دا مقدمه په سیمه کې د روغې جوړې او سولې چاپېریال برابرولو لپاره ختمېږي.

غورځنګ او پوځ یو بل د خړ کمر تاوتریخوالي لپاره تورن کړي ول.

غورځنګ وايي، د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه، د خړ کمر پر پوستې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې ۱۵ کسان ووژل او له ۴۰ زیات ژوبل شول.

د پاکستان پوځ پر هم هغې ورځ په بیان کې وویل چې د شمالي او جنوبي وزیرستان پارلېماني استازو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ چې پکې پېنځه سرتېري ژوبل شول چې ورڅخه یې یو وروسته ومړ.

پوځ البته پر پوستې د داوړ او وزیر د برید په اړه کوټلی ثبوت وړاندې نه کړ خو په هغه بیان کې یې زیاته کړې وه چې په ځوابي ډزو کې یې درې کسان وژلي او ۱۰ ژوبل کړي.

په بنو کې امنیتي چارواکی زیاتوي چې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو پر پارلېماني استازو د مقدمو د ختمولو پرېکړه یې د هغې قامي جرګې پر غوښتنه کړې چې د حکومت او غورځنګ ترمنځ د جوړجاړي لپاره جوړه شوې.

د جرګې یوه غړي ملک خان مرجان هم د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته حکومتي فیصله تایید کړه او زیاته یې کړه چې غواړي د خبرو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت ترمنځ لانجه هواره کړي.

د غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ هم مشال راډیو ته ویلي چې حکومت د مارچ پر۱۶مه د ده او علي وزیر پر ضد د مقدمې ختمولو درخواست جمع کړی.

داوړ البته زیاتوي چې په خړ کمر کې د غورځنګ بېګناه غړي او پلویان وژل شوي ول.

د تاوتریخوالي تر پېښې وروسته داوړ او وزیر شاوخوا پېنځه میاشتې په زندانونو کې تېرې کړې او د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شول.

د قامي اسمبلۍ دواړه غړي له هغه وخت راهیسې ازاد دي خو د خړ کمر د ډزو د پېښې مقدمې په لړ کې عدالت ته وړاندې کېدل.

پر دواړو د مقدمې ختمولو اعلان پر داسې مهال شوی چې د جون پر ۱۵مه د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک رسنیو ته وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ ته له حکومت سره د مذاکراتو بلنه ورکوي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د حکومتي بلنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې خبرو ته ورسره کښېني.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ په لومړیو ۱۰ ورځو کې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې پر مهال جوړ شو چې له حکومته غواړي چې په کراچۍ کې د وزیرستاني وګړي نقیب الله مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې مقدمه او سزا شي، ماورای عدالت وژنې دې ودرېږي، عدالتونه دې د ورکو کسانو مقدمې وڅېړي، قبایلي سیمې دې له ځمکلاندې بمونو پاکې شي او پر امنیتي پوستو دې خلک نه ځورول کېږي.

د پاکستان حکومت او پوځ دا واړه غوښتنې له ایین او قانون سره سمې بولي او په بیا بیا یې د پوره کولو ژمنې کړې دي. پوځ وايي، وار له مخه یې په قبایلو کې امنیتي پوستې کمې کړې دي او د ځمکلاندې بمونو پاکولو بهیر ته یې دوام ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG