خوست ـ په خوست کې یو ځل بیا د ځايي چارواکو، امنیتي ادارو او د افغانستان بانک د کارکوونکو لخوا د افغانیو د رایجولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
خوست له هغو ولایتونو څخه دی چې خلک يې له تېرو څو لسیزو راهیسې پاکستانۍ روپۍ [کلدارې]کاروي او د خلکو او سوداګرو اصلي سرمایه يې هم په کلدارو ده.
که څه هم پخوا څو ځلې حکومت د افغانیو د رایجولو هڅې کړي، خو مسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي او دوکاندارن هم ډیری توکي له کابل او نورو ولایتونو په افغانیو رانیسي.
په خوست کې دا ځل د افغانیو د رایجولو لپاره حکومتي مسوولینو د ښار په ټولو عبوري او داخلیدونکو دروازو کې صرافان توظیف کړي، چې خلکو ته د هغوی د کلدارو په عوض افغانۍ ورکړي. سورلۍ له ګاډو د پولیسو لخوا راکوزیږي او خپلې پیسې افغانیو ته اړوي.
د دې په خوا کې حکومتي مسوولینو له دې بهیره څارنه چټکه کړې او هم يې په ښار او اطرافو کې د افغانیو د کارونې، د اړتیا او ګټې په اړه عامه پوهاوی پیل کړی دی.
د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه مشال راډیو ته وویل:
"په خوست کې د افغانیو د ترویج پروسه پیل شوې ده، د ولسوالیو په لویو لارو او د خوست ښار په عبوري دروازو او د ښار په منځ کې هغه څوک چې راځي د پولیسو لخوا ښکته کیږي، دوی صرافانو ته معرفي کیږي، کلدارې ورکوي او افغانۍ ترلاسه کوي. ټولو امنیتي ارګانونو ته په جدیت هدایت شوی، چې د افغانیو د رایجولو لپاره مبارزه وکړي، ټول ولسونه راسره همکاره دي او د دې پروسې کلک ملاتړ کوي."
د خوست اوسیدونکي وايي، افغانۍ د دې وطن خپله سیکه ده، خو شرط دا دی چې په اول ګام کې په ښارونو کې مروجه شي.
د خوست اوسیدونکي وايي، په کلدارو راکړه ورکړه باندې د خلکو تاوان دی، ځکه نن سبا سوداګر او دوکانداران توکي او شيان په کابل او نورو ولایتونو کې په افغانیو اخلي او کله چې یو ځل کلداره اخلي او بیا يې افغانیو ته اړوي، نو دوه وارې تاواني کیږي.
دوی زیاتوي، کچیرې د افغانیو د رایجولو لپاره د افغان حکومت اراده پیاوړي وي، نو باید په ټولو يې یو شان عملي کړي.
د ګل دراز خان په نوم یو صراف چې د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شمل پل سره نږدې يې د پیسو د بدلولو غرفه لري، وايي خلکو ته افغانیو ته د کلدارو په اړولو کې تاوان نشته. هغه وايي، لس باندې زر کلدارې په پنځه سوه افغانیو بدلوي.
په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د افغانیو د رایجولو پروسه ۱۴ کاله مخکې پیل شوې وه او چا به چې سرغړونه کوله، نو هغوی به نقدي جریمه کېدل، دې کار لس کاله وخت ونیو، خو دا پروسه د فساد ښکار شوه او خلکو ورڅخه ناوړه استفادې وکړې.
د هغوی په وینا، اوس د افغانیو د رایجولو غوښتنه په خپله د خلکو ده او هغوی اماده دي، چې راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.
که څه هم د خوست چارواکي د خپلو پرلپسې اعلامیو او د ټولیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې د اعلانونو په واسطه دا ځل پدې ولایت کې د افغانیو رایجول حتمي بولي، خو مالومه به شي، چې تر کوم وخته به په خوست ښار او اطرافو کې د افغانیو د کارونې پرېکړه په بشپړه توګه عملي شي.
د فېسبوک تبصرې